د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۴۸

جرمني د لندن د نړېوال کنفرانس لپاره وړاندیزونه لري


د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګویده ویسترویله

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي، چې د افغانستان په اړه دې د لندن په نړېوال کنفرانس کې یوازې پر پوځي اړخ تمرکز نه کیږي، دا دې وڅیړل شي، چې د نړېوال اهداف په افغانستان کې څه دی او څه ډول دغه اهداف ترلاسه کېدای شي.

د جرمني حکومت ټینګار وکړ، چې د افغانستان په اړه د لندن کنفرانس باید یوازې تر دې را ونه څرخي، چې دغه هېواد ته دې نور بهرني ځواکونه واستول شي.

د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند جرمني اژانس دي، پي، ای ته وویل، د لندن په کنفرانس کې باید دا مطرح شي، چې په افغانستان کې زموږ اهداف څه دي او دغو اهداف ته د رسېدو لپاره څه ډول ستراتیژي په کار ده، چې بیا په دې صورت کې افغانستان ته د نورو ځواکونو د ځای پرځای کېدو مساله هم څیړل کېدای شي.

تر دې مخکې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګویده ویسترویله خبرداری ورکړی و، که چېرته راتلونکې میاشت د لندن کنفرانس یوازې پوځي مسالې ته ځانګړی شي نو دی به ګډون په کې ونه کړي.

ښاغلي ویسترویله وایي، د افغانستان د ستونزې لپاره یو هراړخیز سیاسي چلند په کار دی او له دې سره یوې کُلي ستراتیژۍ ته اړتیا شته.

د جرمني دفاع ویز کارل تیودور ځوګوتن برګ هم د روانې اونۍ په پیل کې ویلي و، چې د جرمني خلکو ته دا مهمه ده، چې پرې پوه شي، چې په افغانستان کې څه اهداف مهم دي او هغوی ته د رسېدو لپاره باید څه وکړو.

د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دا رد کړه، چې ویسترویله به د لندن په غونډه کې برخه نه اخلي خو ده څرګنده کړه، چې په دې کنفرانس کې د افغانستان په اړه د مختلفو موضوعاتو څیړل ضروري دي او له تیارېو داسې ښکاري، چې داسې به کیږي.

خو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ټینګار وکړ، که چېرته یوازې مساله د نورو ځواکونو وه نو بیا د لندن په غونډه کې د ویسترویله ګډون ګټه نه کوي.

جرمني مخکې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د دې وړاندیز په اړه، چې افغانستان ته دې نور بهرني ځواکونه واستول شي، موافقه نه کوله او ویل یې، چې دا مساله دې د لندن په کنفرانس کې وڅیړل شي.
XS
SM
MD
LG