د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۶

ولسي جرګې ته دوو نورو کاندید وزیرانو خپل کاري پلانونه تشریح کړل


د افغانستان د ولسي جرګې غړي
د افغانستان د ولسي جرګې غړي
ولسې جرګې ته د ولسمشر كرزي له خوا د معرفي شوو وزيرانو د راتلونكو كاري پلانونو د تشريح په ترڅ كې د دوشنبې په ورځ د كانونو او مهاجرينو چارو وزارتونو ته كانديدو وزيرانو خپل كاري پلانونه تشريح كړل.

په سر كې د كډوالو او را ستنېدونكو چارو كانديد وزير عنايت الله نظري وويل، د برياليتوب په صورت كې به د دې وزارت پنځه كلنه ستراتيژي عملي كړي، چې په بهرنيو هېوادونو كې د افغان مهاجرو حقوق، په خپله خوښه هېواد ته را ستنيدل او په هېواد كې د ژوند د ښو شرايطو په اړه مسايل په كې شامل دي.

ښاغلي نظري د وكيلانو د دې پوښتنې په ځواب كې، چې دا مهال په يو شمېر بهرنيو هېوادونو كې افغان كډوال له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او په هېواد كې د دوى د بېرته راستنيدو لپاره څه پلان لري وويل:

"هڅه به وكړو، چې افغان كډوال نور د كوربه هېواد د سياستوالو د سياسي اهدافو قرباني نه شي، د كډوالو په چارو كې د ملګرو ملتونو له ادارې سره په هماهنګۍ به د افغان كډوالو د خوندي، تدريجي او داوطلبانه ستنيدولپاره زمينه مساعده كړم.

دغه راز هڅه به وشي، چې د هېواد په دننه كې راستانه شوو كډوالو ته كارونه پيدا او له هره پلوه د هغوى ژوند ښه او ډاډ من شي."

د مهاجرينو چارو له كانديد وزير نه وروسته، كانونو وزارته نومول شوي وزير وحيدالله شهراني د ولسي جرګې غړو ته خپل راتلونكي كاري پلانونه تشريح كړل، ښاغلي شهراني وويل، چې د كانونو د رااېستلو په برخه كې د كورنۍ او بهرنۍ پانګې جذبول د ده له كاري لومړيتوبونو څخه دي او هڅه به وكړي، چې په ځينو سيمو كې د كانونو او قيمتي ډبرو د قاچاق مخه هم ونيسي.

له وحيدالله شهراني نه هم د ولسې جرګې غړو تندې او جدي پوښتنې وكړي، يوه پوښتنه دا وه، چې په كانونو وزارت كې شوي تړونونه شفافه نه وو او ايا دى به ځينې تړونونه نوي كړي اوكه نه؟ ښاغلي شهراني د ولسې جرګې د غړو دا پوښتنه داسې ځواب كړه:

"تراوسه پورې د ۱۷۷ معادونو قرارداد لاسلیک شوی دی او تېر کال د هغو عواید یواځې ۱۵ میلونه ډالره وو، چې د مالیې وزیر په وړاند هغه عواید ډېر لږ دي.

هغه قراردادونه، چې د اندېښنې وړ دي باید یو ځل بیا ولیدل شي او له سره وڅېړل شي او که کومه سوتزه په کې وي، نو حکومت کولای شي چې یو شفاف تصمیم پرې ونسي."

خو يوشمېرعام كسان او په ملي شورا كې د خلكو استازي د ولسې جرګې په ځينو وكيلانو نیوکه كوي، چې له كانديدو وزيرانو څخه داسې پوښتنې نه كوي چې اساسي وي او ملي ګټې په كې په پام كې نيول شوي وي بلكه د دوى په خبره په ولسې جرګې كې د خلكو يوشمېر وكيلان يوازې د خپلو كليو او ولسواليو په اړه له نومول شوو وزيرانو څخه نظر او تعهد اخلي.

د دې ترڅنګ داسې شكايتونه هم شته، چې د ولسې جرګې ډېرشمېرغړي د كانديدو وزيرانو د كاري پلانونو د تشريح په مهال غيرحاضروي او د هغوى له راتلونكو كاري پلانونو څخه بې خبره پاتې كيږي.
XS
SM
MD
LG