د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۱۵

د کابل ښاریان د عاشورا د ورځې لپاره تیاری نیسي


په داسې حال كې، چې د محرم الحرام د مياشتې د لسمې نېټې د عاشورا د ورځې لپاره له دوو كمې ورځې پاتې دي كابل ښاريان د دغې ورځې د ماتم لپاره تيارۍ نيسي.

د ښار په واټونو كې له اوسپنو او لرګيو څخه جوړې شوې موقعتي دروازې په تورو ټوكرونو او اسلامي شعارونو پوښل شوې اوپه موټرو كې سپاره كسان هم د اسلامي كستونو په غږولو سره ورته جڼدې رپوي.

د افغان دولت چارواكي هم وايي، چې د دغې ورځې د ویر په نيت ځانګړې پروګرامونه په پام كې لري.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د جوماتونو او حسينيو عمومي ريس شير محمد ابراهيمي ازادۍ راډيو ته په يوې ځانګړې مركه كې وويل، دغه وزارت د عاشورا د ورځې په مناسبت د خيراتونو تر څنګ اړو كسانو ته د مرستو پرګرامونو هم په پام كې لري:

"دا یوه تاریخي ورځ ده، د افغانستان په ټولو جوماتونو کې د قران کریم ختمونه کیږي."


د يادونې وړ ده، چې د عاشورا د ورځې په مناسبت تېره ورځ اړو كسانو ته د وينې وركونې كماپين هم پيل شو.

د دغو تياريو ترڅنګ د امنيتي تدابيرو په اړه هم ځانګړي پروګرامونه په پام كې دي د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري د دغو تياريو په اړه په يوې څانګړې مركه كې ازادۍ راډيو ته وويل:

"د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او ملي پولیسو د محرم الحرام د میاشتې په امنیتي تدابیرو باندې کار کړی دی او د لسمې ورځې په خاطر خاص امنیتي تدابیر نیول شوي دي."


د محرم الحرم د مياشتې لسمه نېټه د عاشورا ورځ د مرغومې له لسمې نېټې سره سمون خوري، چې د يكشنبې ورځ ده.

ټاكل شوې ده، چې له دغې ورځې څخه په پلازمينه كابل او ولايتونو كې د ځانګړو مذهبي مراسمو په جوړولو سره لمانځنه وشي.
XS
SM
MD
LG