د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

اتمر:د هېواد په شمال کې به ډیر ژر امنیتي وضیعت ښه شي


د افغانستان د کورنیو چارو وزیر نن په ولسي جرګې کې ددې جرګې د غړیو پوښتنو ته ځوابونه ويلي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر نن په ولسي جرګې کې ددې جرګې د غړیو پوښتنو ته ځوابونه ويلي.

د افغانستان د كورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمروویل، چي اوس مهال په دوو شمالي ولايتونو كې پوځي او ملكي دولتي ځواكونه د راپورونو تر اخيستو وروسته د دولت دښمنان په ځانګړو هدفونو سره په نښه كوي او دوی په دغو عملياتو كې كله نا كله له نړېوالو سوله ساتو ځوا كونو هم مرسته غواړي.

په داسې حال كې، چې د افغانستان په شمالي ولايتونو كې نا امنېو اندېښنې راپارولي، د افغانستان د كورنيو چارو وزير وايي، چې په ۴ شمالي ولايتونو كې به د پراخه پوځي عملياتو له لارې نا امنېو ته د پاې ټكې كيږدي.

د افغانستان د كورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر، چې د سې شنبې په ورځ يې د ولسي جرګې د غړو په وړاندې څرګندونې كولې وويل، چې په شمالي څلورو ولايتونو كندز، جوزجان، فارياب او بغلان ولايتونو كې ډيرې امنيتي ستونزې شته خو په بلخ ولايت كې بيا تر دغو ولايتونو نا امني لږه ده.

خو د كورنيو چارو وزير دا هم وويل، چې د هغو پوځي عملياتو په وسيله، چې په كندز او بغلان كې پيل شوي امنيتي وضعيت مخ په ښه كېدو دی او د دغو عملياتو لمن به جوزجان او فارياب ته هم وغزيږي:

"په كندز، بغلان، د كوكچي د سيند په څنډو كې، په بلخ او فارياب ولايتونو كې وضع زموږ تر كار لاندې ده او ډير ژر به په كې بدلون راشي."

د كورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمروويل، چې په شمالي ولايتونو كې نا امني له ۱۳۸۷ لمريز كال څخه پيل شوي خو حالات هغه مهال نور هم كړكيچن شو ل چې له پاكستان څخه د لارښوونو له مخې تروريستانو هڅه وكړه، چې د انتخاباتو بهير ګډوډ كړي.

د كورنيو چارو وزير وويل، چې اوس مهال د شمال په لويي لار كې هم امنيتي وضعيت ښه دی، ځكه، چې ۷۵۰ تنه پوليس د بغلان شير خان بندر او كندز تر منځ لار كې په امنتيي پوستو كې ځای پر ځای شوي دي.

د افغانستان د كورنيو چارو وزير په داسې حال كې په شمالي يو شمېر شمالي ولايتونو كې له نا امنيو خبر وركوي، چې يو شمېر لويديځو مطبوعاتو د افغانستان له شمالي ولايتونو څخه ګاونډي هېواد تاجكستان ته د افغانانو له ډله ايزو مهاجرتونو خبر وركړی دی .

خو د كندز والي بيا د رسينو له خوا له شمالي ولايتونو څخه تاجكستان ته د ډله ايزو مهاجرتونو خبرونه رد كړي دی.
XS
SM
MD
LG