د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

م.م: په کابینه کې د اصلاح طلبو او تګړه وزیرانو غوښتونکي یو


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر یو ویاند علیم صدیق
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر یو ویاند علیم صدیق
په داسې حال كې، چې له يوې خوا د افغانستان په ولسي جرګه كې د پيشنهاد شويو وزيرانو پنځه كلن پروګرامونه اورېدل كيږي ملګروملتونو يو ځلې بيا وويل، چې دوی په كابينه كې د تكړه او اصلاح طلبو وزيرانو غوښتونكي دي.

په كابل كې د ملګروملتونو يوه وياند عليم صديق وويل، چې په دې هېواد كې د دوی برياليتوب د يوې غوره كابينې له ټاكل كېدو سره مستقيمه اړيكه لري.

"يوناما په دې برخه كې خپل دريځ روښانه كړی، چې څه ډول كسان بايد په كابينه كې وي، دا بايد له ياده ونه باسو چې دا يوازې پيشنهادي كابينه ده.

په دې كابينه باندې به ولسي جرګه بحثونه كوي او دا نوبيا د دوی مسووليت دی، چې وګوري ايا په رښتيا سره هم دغه پیشنهاد شوي وزيران د دوی خدمت كولای شي او كه څنګه، د همدې معيار پر اساس دې بيا رايه وركړي.

د ملګروملتونو چارواكو دغه غوښتنه په داسې حال كې كړې ده، چې په افغانستان كې د ملګروملتونو د ځانګړي استازي كای ايډه د ماموريت دوره هم پوره كيدونكې ده.

ښاغلي ايډه د ملګروملتونو له سرمنشي څخه غوښتي وو، چې د ده پرځاي دې د يوه ځاي ناستي په ټاكلو كار پيل كړي.

د يوناما وياند عليم صديق وويل، چې بانكيمون د كاي ايډه غوښتنه منلي ده.

"په حقيقت كې كای ايډه له بانكيمون څخه غوښتي دي، چې د ده پر ځای ناستي باندې فكر وكړي، دا مهال د ښاغلي كاي ايډه د ځای ناستي د ټاكلو په برخه كې كار روان دی او مونږ تمه لرو، چې بانكيمون به د افغانستان لپاره يو نوی استازي وټاكي."

ټاكل شوې ده، چې د ۲۰۱۰ ميلادي كال په مارچ مياشت كې به د كای ايډه دوه كلن ماموريت پای ته ورسيږي.

په افغانستان كې د ملګروملتونو چارواكي په داسې حال كې د يوې غوره كابينې پر جوړېدو باندې ټنګار كوي، چې نوې كابينه د شنبې په ورځ ولسي جرګې ته معرفي شوه.

د ولسي جرګي د اداري هيات په وينا، تمه ده ولسي جرګه به د دغو وزيرانو په اړه په راتلونكي اونۍ كې د اعتماد يا عدم اعتماد رايي وركړي.

په عين حال كي د ولسي جرګې يوشمېر زياتو وكيلانو ويلي دي، چې دوی به د اعتماد يا عدم اعتماد د رايې وركولو پرمهال له پوره ځیر څخه كار واخلي او هڅه به وكړي غوره او د هېواد ګټو ته وفاداره كسان په راتلونكي كابينه كې ځای ومومي.

راپور :مجاهد جواد
XS
SM
MD
LG