د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

کابل کې د سارک د غړیو هېوادونو څلورمه غونډه جوړه شوه


د افغانستان د ښځو د چارو وزارت نامده وزیره حسن بانو غضنفر
د افغانستان د ښځو د چارو وزارت نامده وزیره حسن بانو غضنفر
د ښځو د چارو د وزارت نومانده وزېره، چې په كابل كې د سارك د كلنۍ تخنيكې غونډې كوربتوب كوي وايي، د دې غونډې هدف د ښځو ماشومانو او ځوانانو پرستونزو، قاچاق او د ايډزپر ناروغۍ باندې بحث كول دي.

ميرمن حسن بانو غضنفر، چې د دوشنبې یې په ورځ په كابل كې د سارك په څلورمې تخنيكې غونډه كې له خبريالانو سره خبرې كولې وويل، د انسانانو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو قاچاق او په ځوانانو كې د ايډز ناروغې هغه ستونزې دي، چې د سارك غړي هېوادونه ورسره لاس او ګريوان دي.

نوموړې وويل، په دې دوه ورځنۍ غونډه كې به، چې د دې څانګې كارپوهانو په كې برخه اخستې د دې ستونزو څخه د وتلو لارې چارې ولټول شي.


"د نن ورځې د ناستې تر ټولو مهمه موضوع د (HIV) ايډز ده، د ماشومانو، ښځو او ځوانانو پر قاچاق او نورو ستونزو به خبرې وشي."

په غونډه كې د ښځو د چارو د وزارت پرته د عامې روغتيا كورنيو چارو وزارتونو او نورو اړوندو ادارو استازيو ګډون درلود.

د كورنيو چارو وزارت د پاليسي او ستراتيژي مرستيال جمال عبدالناصر صديقي، چې په غونډه كې د انسان تښتونې په اړه خبرې كولې وويل، نن سبا په سيمه او په ځانګړې توګه افغانستان كې د انسان تښتونې او خرڅونې پيښې زياتې شوي او خلك دا كارو بار په ډېره عصري یا مدرنه توګه يعنې د انترنت له دركه هم سرته رسوي او مخنوي يې هم له پخوا ګران شوی دی.

ده وويل، د بېلابېلو هېوادونو انجونې او هلكان په خپلو كې د چټ روم يا د انترنيټي خبرو اترو له لارې اړيكه ټينګوي، د پيسو د ترلاسه كولو، واده كولو او نور ګټو لپاره ژمنې او ان د بهر تللو ويزې ترلاسه كوي او دا هغه څه دي، چې دوی يو نامعلوم لوري ته باسي.

د كورنيو چارو د وزارت مرستيال وايي، په هېواد كې لوږه، د پوهې د سطحې ټيټوالی او له ښځو سره جنسي تبعيض د ماشومانو او د ښځو د قاچاق كچه لوړه كړې ده.

"د دريو لسيزو جګړو پايلې، بهرنې لاس وهنې، بې روزګاري، بې كوري، لوږې، جنسي تبعيضونو، د ناامنيو زياتوالی، د عامه پوهاوي نشتوالی، په كورنو كې د تنخوا راوړونكو او سرپناوو نشتوالی، تروريزم او القاعده، په كورنيو كې تاوتريخوالی او بيسوادي د انسان تښتولو لپاره ښه زمينه مساعده كړه."

خو ده زیاته کړه، د سيمې د هيوادونو په ګډې همكارې سره د دغه راز ستونزو مخنوی كيدلای شي.

افغانستان له دوو كلنو راهيسې د سارك يا د سيمې د همكارۍ لپاره د جنوبي اسيا د ټولنې د غړو هېوادونو غړيتوب ترلاسه كړ.

د ښځو د چارو وزارت چارواكو وويل، د سارك د اكثره غړيو هېواونو ښځې د افغانستان په شان له ګڼو ستونزو سره مخې دي او اكثره هېوادونه يې د افغانستان په شان د لوږې او غير متوازنه اقتصادي حالت سره هم لاس او ګريوان دي.

د دې ټولنې كلنۍ غونډې، چې ډیري يې پر اقتصادي سياسي او ټولنيزو مسالو څرخي د ټولو غړيو هيوادونو د راپور د اورېدو سره اكثرو ستونزو ته د حل لار موندلی شي.

خو دا چې په افغانستان كې به د دې ټولنيزې ستونزې يا د قاچاق په اړه د سارك د وروستۍ غونډې پایله یا نتيجه څه وي؟ دا به د كاري غونډې په پاې كې معلومه شي.

راپور : حسيبه شيهد
XS
SM
MD
LG