د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۳

کابل کې د استا ګل پاچا الفت سلمه کلیزه ولمانځل شوه


د استاد ګل پاچا الفت کابو ۲۵ اثار چاپ شوي دي
د استاد ګل پاچا الفت کابو ۲۵ اثار چاپ شوي دي

په كابل كې د پښتو ژبې د نامتوشاعر، ليكوال او څيړونكى ګل پاچا الفت د زېږېدنې د سلمې كليزې د نمانځلو په مقصد يو دوه ورځنى سيمنارپيل شوى، چې د کورنيو څيړونكو سربېره د ګاونډيو هېوادونوڅېړونکیو هم په کې برخه لرله.

د پښتو ژبې د نامتو شاعر، ليكوال او ژورناليست، ګل پاچا الفت د زېږېدنې د سلمي كليزې د نمانځلو، د نړيوال سيمينار په دوهمه ورځ، بياهم څيړونكو د دوى مقالي ولوستي او د مرحوم الفت اثار او فرهنګي هلې ځلې يې اوسني او راتلونكي نسل ته ستره اخلاقي او ادبي پانګه وګڼله.

د پېښور د پښتو اكاډمۍ پخوانی ريیس او مشهور ليكوال پروفيسور ډاكتر نواز طاهر، چې د غونډې مشري يې كوله ويې ويل، الفت يو فلسفي شاعر و او اثار به يې تر ډېرو وختونو پورې خپل ادبي او هنرى ارزښت وساتي:

"په معاشرتي، علمي، ادبي، سیاسي، عقیدتي او فني لحاظ د هغه فکر او خیال ډېر پیاوړی او قوي و.

کوم واقعي فکر او نظر، چې استاد ګل پاچا الفت درلود، زما په خیال د هغه په هم عصرو کې داشان فکر او نظر چا نه درلود.

زه په دې عقیده یم، چې د الفت صاحب په شعر او نثر کې کوم ځلانده فکر او صحیح لارښوونه موجوده ده، هغه د نوي نسل لپاره يوه خزانه ده، خو که څوک ترې ګټه واخلي."

ګل پاچا الفت سل كاله د مخه په ۱۲۸۷ لمريز كې د لغمان په ولايت كې زيږدلى، د لومړنيو زده كړو ترڅنګ يې ديني زده كړې هم كړي دي.

د ده په هكله وويل شول، چې له هلكتوبه يې له شعر او ادب سره مينه لرله، ورو ورو يې مطبوعاتو ته مخه كړه او په ګڼ شمېر ورځپاڼو او مجلو كې د پام وړ ادبي او څيړنيز كارونه ترسره كړي دي.

پخوانى افغان ژورناليست محمد حسن ولسمل وايي، بايد هڅه وشي چې د دغسې غونډو او سيمنارونه له لارې نوي نسل ته د هېواد نور تاريخي شخصيتونه هم وروپيژندل شي:

"استاد ګل پاچا الفت د خپلو خلکو لپاره د ادب په لار کې ډېر ستر خدمت کړی دی او په ټول ملت یې دا حق دی، چې د ده لمانځنه وشي.

دغه شان سیمینارونه که د وطن د خدمتګارانو په اړه جوړیږي، دا د قدر وړ دي او موږ ورته په درنه سترګه ګورو.

دغه ستوري او لعلونه، چې په ایرو کې پراته دي، خصوصا د انقلاب نه وروسته، چې په وطن باندې طوفانونه تېر شوي دي دا باید له ایرو راویستل شي، څو نوی نسل په دې وپوهیږي، چې څه ډول شخصیتونه مو لرل."

د علومو اكاډمي د معلوماتو له مخې له مرحوم الفت څخه شاوخوا ۲۵ چاپ شوي اثارپاتي دي.

د غونډې ګډون والو دا هم وويل، د ده هغه اثار چې اوسمهال په ماركيټ كې كم شوي او يا نه پيدا كيږي، بايد له سره چاپ شي.

راپور: خان محمد سيند
XS
SM
MD
LG