د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۳۹

د جرمني د دفاع وزیر د نرم دریځو طالبانو سره د سولې د خبرو ملاتړ وکړ


د جرمني د دفاع وزیر کرل تیودور څوګوتنبرګ

د جرمني د دفاع وزیر وویل،هر یاغي د لوېدیځ لپاره خطرنه دی، چې له طالبانو سره دی په هیڅ ډول خبرې نه کیږي خو د خبرو لپاره باید یو لړمعیارونه په پام کې ونیول شي.

د جرمني د دفاع وزیر په افغانستان کې د شخړو د پای ته رسېدو لپاره له منځلارو یا نرم دریځو طالبانو سره د سولې د خبرو ملاتړ وکړ.

د دفاع وزیر کرل تیودور څوګوتنبرګ دا دریځ ممکن د جرمني د هغه پخواني دریځ د بدلون ښکارندوي وي، چې له طالبانو سره یې د هر راز معاملې او جوړجاړي مخالفت کاوه .

ډي پي اې خبري اژانس وايي، جرمني په داسې حال کې له طالبانو سره له هرراز پخلاینې سره مخالفت کاوه، چې بریتانیا او د ناټو ځینو نورو غړیو په پټه د کابل حکومت هڅاوه، چې د طالبانو له منځلارو عناصرو سره د خبرو باب پرانیزي.

ګوتنبرګ په یوه مرکه کې، چې د یکشنبې په ورځ ویلت ام سونتاګ ورځپاڼې خپره کړې ده ویلي، هریاغي د لوېدیځ لپاره خطرنه دی.

هغه همداراز ویلي دي، چې ده د افغانانو له مختلفو قومونو او قبایلو سره د خبرو د پیلولو سپارښتنه کړې څو نړېوال ځواکونه په دې هېواد کې په لومه کې کښېنوځي.

د جرمني دفاع وزیر همداراز وویل، زه نور په دې باور نه لرم، چې په هیڅ ډول دې خبرې نه کېږي خو د خبرو لپاره باید یو لړ معیارونه په پام کې ونیول شي.

د جرمني سیاستوالوپه ۲۰۰۷م کال کې په دې باب خبرې کړې وې، چې ایا له طالبانو سره خبرې وشي او کنه خو محافظه کارانو دا نظر رد کړی وو.

همداراز د صدراعظمې انګیلامیرکل کرسچین دیموکرات ګوند او همداراز کرسچین سوسیال اتحاد، چې ښاغلی ګوتنبرګ یې یومشر دی، په هماغه وخت کې له دې نظر سره مخالفت درلود.

د یکشنبې په ورځ له نښو نښانو څرګنده شوه، چې سوسیال دیموکرات ګوند به، چې په پیل کې یې افغانستان ته جرمني ځواکونه لېږلي ول، ممکن افغانستان ته د نورو جرمني سرتېرو له استولو سره مخالفت وکړي.

د سوسیال دیموکرات ګوند مشرسیګمار ګابریل وویل، ګوند به یی د زیات شمېر پوځیانو د لیږلو ملاتړ ونه کړي، خو د دی ګوند پارلماني مشر د بهرنیو چارو پخوانی وزیر فرانک والټرشټینمایروویل، چې جرمني باید د دی پرځای د افغانستان د ملی ارودو د رزولو او مجهز کولو کې پراخ رول ولوبوي.

د جرمني حکومت ویلي دي، چې افغانستان ته به د نورو ځواکونو د لېږلو په باب ترهغو پرېکړه ونه کړي، چې د جنوري په اته ویشتمه نېټه په لندن کې د افغانستان په باب نړېوال کنفرانس جوړ شوی نه وي.

مخکې ځینو سرچینو راپور ورکړی وو، چې د جرمني حکومت غواړي، چې افغانستان ته د ولسمشربارک اوباما له لوري د دېرش زره اضافي پوځیانو د لېږلو په ځواب کې دې هېواد ته دوه زره سرتېري واستوي.
XS
SM
MD
LG