ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې د نوې كابينې اعلان ته په اشارې كه له يوې خوا د هغې په وړاندې د ولسي جرګې چلند سخت بللې له بل لوري د وزيرانو د كارونو د څارلپاره د يو منظم سيسټم د جوړولو سپارښتنه كړې.
ورځپاڼې د نوى كابينې په اړه د يو شمېر خلكو نظرونه هم خپاره كړې او ليكلي، چې د نوى او پخوانۍ كابينې ترمنځ كوم ځانګړې توپير نه په سترګو كيږي.
ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې د امريكايي چارواكو په حواله په غټو ټكو سره ليكلي، چې په افغانستان كې ديريشت ميليارډه ډالره لګولي، چې زیاتره يى د عملي كار پر ځاى په تنخواو، لوكسو دفترونو او لوكسو موټرونو مصرف شوي دي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د افغان امنيتي ځواكونو روزل هم د امريكا په وړاندې يوه ستونزه بللې او ليكلي، چې په دې بهير هر كالې لس ميليارډه ډالره لګښت راځي.
هېواد:
دې دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ زياته برخه ولسي جرګې ته د نوى كابينې ورپيژندلو ته ځانګړې كړې او په دې ترڅ كې د هغو نوماندو وزيرانو انځورونه هم خپاره كړې، چې ولسي جرګې ته د پيژندګلوۍ لپاره تللي وو.
ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې دغو وزيرانو ته د باور رایې په وركولو تبصره كړې او ولسي جرګې ته يى سپارښتنه كړې، چې دا بهير بايد د ملي ګټو په پام كې ساتلو سره سرته ورسوي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر كې د ولسمشر كرزي د وياند وحيد عمر دا وينا هم راخستې، چې نوى كابينه د ملي ګټو پر بنسټ جوړه شوې ده.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په خپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې نوى كابينه وزيږيدله او په دې ترڅ كې د مارشال فهيم د وينا دا ټكې هم راخستي، چې د خلكو ماته بيړۍ بايد د مراد ساحل ته ورسولې شي.
ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې يو ځلې بيا ولسي جرګه د نوى كابينې په وړاندې خپلو مسؤليتونو ته متوجه كړې او ليكلي، چې بايد له زيات دقت نه كار واخلي.
په ورځپاڼه كې د فساد پر ضد د ملي غونډې په اړه هم يو مطلب خپور شوې او ليكل شوي، چې د دې غونډې د پايلو په عملي كولو سره فساد له منځه نه ځي، خو كميږي.
ورځپاڼې د افغان ښځو روان حالت هم څيړلې او دوى ته يى د دولت نه پاملرنې ته په اشارې ليكلي، چې دې كار افغان ښځې د تير په پرتله زيات زيان منونكې كړي.
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بېلابېلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصرې خپرې كړي دي.
انيس هم په خپل لومړي مخ كې د هغو ديرشتو وزيرانو انځورونه خپاره كړي، چې پرون ولسي جرګې ته د باور راى د ترلاسه كولو لپاره ورپيژندل شوي او په خپله سرمقاله كې له نوى كابينې نه د خلكو هيلو ته په اشارې ليكلي، چې خلك له نوى كابينې څه غواړي.
خو اصلاح هم په خپله سرمقاله كې له ولسي جرګې نه غوښتي دي، چې نويو وزيرانو ته د باور رايى په وركولو كې ملي ګټې په پام كې وساتي او داسې پريكړه وكړي، چې د خلكو خير په كې نغښتې وي.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په خپل لومړي مخ كې يو كارټون خپور كړې، چې په كې د افغان ولسمشر او د ملي شورا د غړو ترمنځ معامله ښودل كيږي او ليكلي، چې وكيلانو خو په انتخاباتو كې زياتې پيسې اخستي او اوس بايد وزيرانو ته د باور رايې وركړي.
ورځپاڼې ولسي جرګې ته د نوى كابينې ورپيژندلو ته په اشارې د دې جرګې د يو غړي په حواله ليكلي، چې د كابينې د غړو سوانح بايد لږ تر لږه څلور ورځې مخكې دوى ته استول شوې واى.
ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې بيا دا نیوکه كړې، چې په زیاتره مهمو پوسټونو پخواني وزيران پاتې دي.