د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۹

د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر د وتلو مخنیوی وشو


د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري ویاند فرحت الله بابر خبریالانو ته څرګندونې کوي.
د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري ویاند فرحت الله بابر خبریالانو ته څرګندونې کوي.

په پاکستان کې له فسادسره د مبارزې یوې ادارې له هېواده د دې هېواد د کورنیوچارو د وزیر د وتلو مخنیوی وکړ.

د پنجشنبې په ورځ په پاکستان کې له فساد سره د مبارزې د ادارې مامورینو د کورنیو چارو وزیر له هېواده وتلو ته پرې نه ښود.

په پاکستان کې له فساد سره د مبارزې ادارې ویاند وايي، د نژدې دوه نیم سوه جګ پوړو دولتي چارواکو فهرست یې برابر کړي، چې ممنوع الخروج اعلان شوي دي. دې ویاند که څه هم د فهرست نومونه ښکاره نه کړل خو د پاکستان د ولسمشرویاند، فرحت الله بابر وویل، چې په دې فهرست کې یو نوم د دفاع د وزیر، چودري احمدمختار دی.

د بابر په وینا چودري مختار د پنجشنبې په ماښام چین ته روان وو، چې له فساد سره د مبارزې د ادارې مامورینو په هوايي ډګر کې د ده مخه ونیوله. که څه هم چودري مختار تراوسه له رسنیو سره خبرې نه دي کړي خو د ولسمشر ویاند د ده له قوله وویل، چې دا تورونه ناسم دي.

د پاکستان د حکومت سیاسي مخالفین له ولسمشراصف علي زرداري څخه، چې په اختلاس تورن دي د استعفی غوښتنه کوي.

مخالفین د دفاع او کورنیوچارو د وزیرانو، چې د ولسمشر په څېر د عدلي تعقیب په وړاندې مصوون دي، د استعفی غوښتنه هم کوي.

له دې پېښې وروسته په ټول هېواد کې داسې اوازې خپرې شوې، چې په پاکستان کې بیاهم کودتا کېدونکې ده. دې اوازو په تجارتي مارکېټونو کې د بهرنیواسعارو پر بیو ناڅاپي اغېز وکړ.

که څه هم د پاکستان د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني ژمنه کړې ده، چې له سیاسته به لیرې ګرزي، خو ځینې څارونکي په دې نظر دی، چې په پاکستان کې د بحران پرمهال پوځ تل مداخله کړې او د دې هېواد د ۶۲ کلن تاریخ له نیمایي څخه پر زیات عمر پوځیانو واکمني کړې ده.

خو ځینې نور څارونکي بیا وايي، چې اوس مهال پوځ له وسله والو سره په جګړه کې ښکېل دی او نه غواړي، چې د هېواد د چارو واګي په لاس کې واخلي.

واشنګټن په اسلام اباد کې له روان سیاسي بحرانه ځکه سخته اندېښنه لري، چې وايي روان بحران به له وسله والو مخالفینو سره د مبارزې پر چاره ناوړه اغېز وکړي.
XS
SM
MD
LG