د امریکا د هوايي ځواکونود څارنې او استخباراتو د چارو مرستیال ډګر جنرال ډیویډ ډیپټولا اسوشیټیډ پریس اژانس ته ویلي په افغانستان کې د بې پیلوټه او پیلوټ لرونکو جاسوسي الوتکو شمیر ددې لپاره زیاتوي چې د امریکا پلې سمندري ځواکونو ته د وسله والو د ځای او خوځښت په اړه د دقیقو معلوماتو په برابرولو کې لازمه مرسته وکړي.
نوموړي د چهارشنبې په ورځ وویل دڅارنې او هوا له لارې د عکاسۍ او ویډیو فیلمونو جوړونکې دغه الوتکې به چې په عصري ټکنالوژۍ سمبالې دي معلومات ،تصویرونه ،او ویډیو فلیمونه پر مځکه امریکايي ځواکونو ته استوي .
دغه الوتکې په داسې حال کې په افغانستان کې زیاتیږي چې د امریکا د ولسمشر له پریکړې سره سم دیرش زره تازه دمه امریکايي سرتیري افغانستان ته روان دي.
اسوشیټیډ پریس اژانس وايي د امریکا ددفاع وزیر په وار وار سره د متحده ایالاتو له هوايي ځواک غوښتي چې د وسلوالو پر ضد د امریکاي او متحدنیو د مځکنیو ځواکونو لپاره دچټکو او دقیقو استخبارتي معلومات برابرولو نور ګامونه واخلي.
د امریکا د هوايي ځواکونو دغه جنرال ددغو اکتشافي الوتکو د نوي ماډل ،د الوتکو د عملیاتو د څرنګوالي او په دې اړه چې څومره نورې اکتشافي الوتکې به افغانستان ته استول کیږي زیات معلومات نه دي ورکړي.
اسوشیټیډ پریس اژانس وايي نوې اکتشافي الوتکې به د عکاسۍ د کمرو او ویډیو پواسطه د زیات مساحت د پوخښ توان ولري او د څه د پاسه ۵ کیلومتره مربع ساحې په اړه به پر مځکه د امریکايي ځواکونو مرکزونو ته تصویرونه او وډیو فلیمونه استوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ددفاع وزارت ویلي چې افغانستان ته د تلونکو دیرشو زرو اضافي سرتیرو لومړۍ ډله افغانستان ته رسیدلې ده.