د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۰

ایا کرزی د اداري فساد مبارزه کې جدي دی ؟


افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې له اداري فساد سره د مبارزې دلاروچارود موندلو په اړه کنفرانس ته په وینا کې وویل چې نوی حکومت به یې داداری فساد په وړاندېاغیزمنه مبارزه وکړي. خو افغان کارپوهان او غربي ډیپلوماتان په دې د کرزي پر دې خبره باور نه کوي.

دافغانستان ولسمشر حامد کرزي وویل، په افغانستان کې داداري فساد دله منځه وړلو لپاره پراخواصلاحاتو ته اړتیا ده.

بریتانوی ګارډین ورځپاڼې په دې اړه په مطلب کې لیکلي، افغان ولسمشر حامد کرزی داداري فساد پرضد مبارزه پیل کړه څودافغانستان خلکو او متحدینو ته چې په دې اړه شک او تردید لري، قناعت ورکړي چې نوی حکومت یې په دې برخه کې جدي دی.

ښاغلی کرزي په کابل کې داداري فساد د مخنیوي دلارو چارو په اړه درې ورځني کنفرانس ته په پرانیستونکې وینا کې وویل، دې په دې ښه پوه دی چې په دولتی ادارو اواکثرو ارګانونو کې فساد موجود دی.

هغه وویل ، یوشمیر مامورین شته چې په دولتي ادارو کې له یوه یا دو کالو کارکولو وروسته شتمن کېږي او په دوبۍ کې شانداره کورونه او غټ جایدادونه اخلي.

ګارډین لیکي، کرزی چې هڅه کوي د جمهوري ریاست له لانجمنوانتخاباتو وروسته دپراخو درغلیوله امله خپل له لاسه وتلی سیاسي اعتبار بیرته اعاده کړي وایي، دفساد پرضد مبارزه حدود لري اوپه دې وخت کې چې د دی پدیدي پرضد مبارزه کووباید له جدیته اواحتیاطه کارواخلو څو پخپله همدا مبارزه په فساد وانه وړي.

ښاغلي کرزي زیاته کړه، هرپولیس، پوځي صاحب منصب، څارنوال او قاضي کولای شي د یوچا ته کورته لاړشي، دروازه یی وروډبوي، له کوره یې راوباسي او ورته ضرر ورسوي چې دا زما په نظر دفساد یوه عمده بڼه ده.

ورځپاڼه وړاندې لیکي پرکرزي له څه وخت راهیسې دغربي هیوادونو له خوا فشار زیات شوی. تیره میاشت دبریتانیا صدراعظم ګورډن براوون ویلي وودی حاضرنه دی چې دخپل هیواد دځوانانو وینې له یوه حکومته دملاتړ په خاطر توی کړی چې په فساد کې ښکېل دی اونه غواړی له دی شره ځان خلاص کړی.

دامریکا ولسمشر بارک اوباما دافغانستان دجګړې په اړه د خپلې ستراتیژی د جزیاتو د بیانولو په وروستی وینا کې وویل، دسپینو چکونودورکولووخت نورتیرشوی دی.

ګارډین د مطلب په دوام کې لیکي، ښاغلی کرزی د جمهوري ریاست د دويمې دورې د لوړې په وینا کې فساد د هیواد لپاره یو خطرناکه دښمن وباله او ژمنه یې وکړه چې هغه کسان به محاکمه او مجازات کوي چې په فساد کې ښکېل دی.

اما یوه غربی ډيپلومات په کابل کې وویل، داداری فساد پرضد به دکرزی واقعی اراده په څوراتلونکو ورځو کې هغه مهال ښکاره شي چې ده په نوې کابینه کې څوک ټاکلي دی.

دی ډيپلوماټ ویلي موږ لس کلیدی وزارتونوته سترګې په لاریوو، موږ غواړو د دې وزارتونو لپاره پاک صادق او مسلکي کسان وټاکل شي، په تیره بیا د هغو وزارتونو لپاره چې ډیرې پیسې لګوي.

ګارډین په پای کې د یوه افغان څیړونکې داخبره رااخیستې چې وایي، کرزی داداري فساد پرضد مبارزه کې جدي نه دی اوکه څوک داسې فکر کوي چې هغه به خپل حکومت د جګړه مارانو او رشوت خورو له منګولو خلاص کړی، په حقیقت کې خپل ځان غولوي.
XS
SM
MD
LG