ښاغلی هولبروک دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ولسمشر بارک اوباما نژدې دوه اونۍ مخکې افغانستان ته د ۳۰ زره نورو سرتېرو د استولو ژمنه وکړه، خو دا یې هم وویل چې شرایطو ته په پام سره به، امریکايي ځواکونه د ۲۰۱۱م کال د جولای له میاشتې وروسته له افغانستانه په وتلو پیل وکړي.
خود افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی ریچاردهولبروک وايي، امریکا به په هېڅ حالت کې هم له افغانستان سره له کړو ژمنو لاس وانخلي. هولبروک وايي، امریکا په ۱۹۹۰مه لسیزه کې افغانستان یوازې پرېښود، خو دی د امریکا د ولسمشر له قوله زیاتوي چې وايي، امریکا به بیا هېڅکله هم داسې ونکړي.
ښاغلي هولبروک وویل، که څه هم په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې پوځي ماموریت دایمي نه دی، خو امریکا به بیا هم د افغانستان له خلکو او حکومت سره اوږدمهالې همکارۍ ته دوام ورکړي.
هولبروک له هغو آوازو وروسته چې ګنې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه دده رول ډېر د پام وړ نه دی، اوس د خپل اعتبار د احیا هڅه کوي.
له بلې خوا له افغان ولسمشرحامدکرزي سره د لانجمنو اړیکو له وجې هم د ده د رول په اړه دا پوښتنې رامینځ ته شوې چې دی به نور نو د کابل لپاره د واشنګټن د استازي په توګه ځواکمن رول ونشي لوبولای، ځکه د ده د مسوولیتونو ډېره برخه اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلیري کلېنټن ته ورله غاړې شوې ده.
خو ښاغلی هولبروک دې تبصرو ته خپل ځواب لري. دی وايي، په تېرو دېرشو کلونو کې به زما دفترونه تل لوی لوی وو، خو اوسنی دفتر مې تر ټولو کوچنی دی. دی وايي، زما دفتر اوس په اوړي کې ایرکنډېشن او په ژمي کې بخارۍ نلري. خو دی وايي، د ژمي ساړه اثر نه پرې کوي.
هولبروک په افغانستان کې دامریکا دډيپلوماتیک ماموریت پر اهمیت چې له ویتنامه وروسته تر ټولو پراخ ماموریت دی، ټینګار کوي او وايي چې د استازي پرځای دی ډېر یو پالیسي جوړوونکی دی.
فایننشل ټایمز ورځپاڼه د ښاغلي هولبروک له قوله زیاتوي چې وايي، زه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی نه یم، او کار مې د کابل او واشنګټن ترمینځ تګ راتګ نه دی. هولبروک وايي چې دی د امریکا استازیتوب کوي، او دنده یې د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ځانګړي استازي جورج ميتشل د دندې په څېر نه ده.
ورځپاڼه زیاتوي، په داسې حال کې چې نوې ډیلي د کشمیر لانجه د هند او پاکستان دوه اړخیزه لانجه بولي او ډېر خلک شک هم لري چې هولبروک به د دې لانجې په اړه د هند اوپاکستان د خبرواترو د پرمخ بیولو هڅې کوي هولبروک ټینګار کوي چې د ده ونډه هلته ډېره مثبته ده. ده هغه آوازې رد کړې چې ګنې په نوې ډيلي کې ده ته په ښه سترګه نه کتل کېږي.
هولبروک په دې اړه وايي، امریکا د کشمیر د خبرواترو بهیر ته هیله منه ده، خو د ده په وینا د امریکا لپاره په دې چاره کې منځګړتوب، مناسب کار نه دی. دی وايي، دا هغه کار دی چې مشري یې باید هند او پاکستان وکړي او امریکا به دواړه اړخونه د خپلو ټولو مسایلو حل ته وهڅوي.
په افغانستان کې په ملکي برخه کې د هڅو په لړ کې امریکا د سږکال ترپایه، د خپلو ملکي متخصصانو شمېر له ۳۲۰ څخه څه کم زرو ته اوچت کړ، خو ښاغلی هولبروک اعتراف کوي چې د ده ډيپلوماتیکې هڅې، په افغانستان کې د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو له وجې له خنډ سره مخامخ شوې دي.
دی وايي، د افغانستان انتخابات هغه وریځې وې چې ورو ورو په آسمان کې تیاره کېدې او بالاخره پرهرڅه یې داغ پرځای پرېښود.
که څه هم ښاغلی هولبروک وايي چې د انتخاباتو په بهیر کې ځینې پروګرامونه عملي شوي، خو فایننشل ټایمز لیکي چې امریکا ونشو کړای له منځلارو طالبانو سره په پخلاینه کې پرمختګ وکړي.
ورځپاڼه زیاتوي، اوس مهال اصلي هدف دافغانستان له حکومت سره چې د ډېرو خلکو په وینا ډېر فاسد او بې کفایته دی ګډ کار کول دي.
فایننشل ټایمز د مطلب په پای کې دې پوښتنې ته چې په افغانستان کې بریالیتوب تر کوم حده د امریکا له ادارې وتلی کار دی، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ریچاردهولبروک ځواب لیکلی چې وايي، دا ډېره ښه پوښتنه ده، دا په رښتیا سره هم ډېره ښه پوښتنه ده، او زیاتوي، طبعاً بهرني عوامل شته، او د بهرنیو د اجراآتو په برخه کې هم یولړ محدودیتونه شته.