د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۶

لویه څارنوالي : د اداري فساد د مخنیوي لپاره له نویو لارو کار اخلو


د لویې ځارنوالۍ مرستیال ښاغلی فقیریار
د لویې ځارنوالۍ مرستیال ښاغلی فقیریار
د افغانستان په لوى څارنوالۍ كې چارواكي وايي، چې د اداري فساد پر ضد د روانو هڅو په لړ كې اوس دوى د خلكو د همكارۍ د جلبولو او د مجرمينو د انځورونو د خپرولو په ګډون په نوېو لارو چارو هم غور كوي.

د لوى څارنوال مرستيال فضل احمد فقيريار له ازادۍ راډيو سره په يوه ځانګړې مركه كې وويل، چې خلكو ته به د مجرمينو په پيژند ګلوۍ كې د همكارۍ په برخه كې نه يوازې انعام وركولې كيږي، بلكه د هغوى هويت به هم پټ ساتل كيږي.

هغه هيله څرګنده كړه، چې دا كار به د هغو مجرمينو په نيولو كې ګټور ثابت شي، چې تر عدلي تعقيب لاندې دې او د پټېدو هڅه كوي:

"په دې اړه مونږ يوازې يوه غونډه جوړه كړه، كه پس له دې د ځينو هغو مجرمينو او تورنو كسانو انځورونه، چې تر عدلي تعقيب لاندې دې په عام محضر كې وځړول شي او له عدلي او كشفي ادارو سره د خلكو همكاري هم جلبه شي.

موږ په دې اقدام بحث كوو او ممكن دا اقدام د هغو مجرمينو په نيولو كې، چې د تيښتې هڅه كوي ګټور ثابت شي. دا هم يو احتياطي اقدام دې او هڅه كوو هغه عملي كړو."

ښاغلي فقيريار دا هم وويل، چې دوى د اداري فساد پر ضد د خپلې مبارزې د اغيزناكه كولو لپاره د لوى څارنوالۍ په چوكاټ كې يو ځانګړې رياست هم پرانستې دې، چې د امريكا او د ځينو نورو مرستندويه هېوادونو له خوا تمويليږي.

د نوموړي په وينا د دې رياست لپاره دوى خپل غوره څارنوالان د هغوى د كاري ثابقې په پام كې ساتلو سره غوره كړي.

د افغانستان لوى څارنوالۍ د اداري فساد پر ضد د خپلو اقداماتو په اړ كې اوس اوس كابل ښاروال او د هغه مرستيال د اختلاس په تور نيولي او محكمې ته يى وړاندې كړې دي.

ځينې كتونكي بيا دا وروستي اقدامات سمبوليك بولي او وايي، چې افغان دولت د اداري فساد د وړو مسايلو په پورته كولو سره هڅه كوي، چې په سترو مواردو او سترو لوبغاړو پرده واچوي.

خو ښاغلي فقيريار وويل، چې دوى نه يوازې د اداري فساد بلكه د هغو ټولو مسايلو په وړاندې جدي چلند كوي، چې د ده په وينا د افغانستان په قوانينو كې جرم بلل شوې:

"تاسو پوهيږۍ، چې په افغانستان كې د جنګ شرايط دې، تروریستي فعاليتونه، د نشه يى توكو كاروبار او د اداري فساد هغه جرايم دي، چې بايد په وړاندې يى لږ جدي چلند شوې وې.
نو د همدې امله موږ ان په دې برخه كې ځانګړې څارنوالۍ جوړۍ كړي او ځانګړې محكمې موجودې دي."

د لوى څارنوالۍ د معلوماتو له مخې همدا اوس د وزېرانو په ګډون د يو شمېر هغو جګ پوړو دولتي چارواكو دوسيې تر څيړنې لاندې دي، چې په اختلاس تورن شوي.

دوى دا هم وايي، چې د دوى دا هڅې به يوازې په افغانستان كې محدودې نه وي بلكه دوى به هغه چارواكي د انټرپول له لارې هېواد ته راولي، چې په فساد تورن دي.

افغان دولت دا هڅې په داسې حال كې پيل كړي، چې نړېواله ټولنه بيا بيا په افغانستان كې د اداري فساد پر ضد د سختې مبارزې غوښتنه كوي او افغان ولسمشر هم ويلي، چې راتلونكې حكومت به يى له مفسدو عناصرو پاك وي.
XS
SM
MD
LG