د اروپایي اتحادیي مشرانو د جمعې په ورځ وویل، په راتلونکې میاشت کې په لندن کې د افغانستان د ستراتیژۍ په اړه جوړیدونکي کنفرانس کې د اداري فساد او نشه یي موادو ضد مبارزې کې د افغان حکومت څرګندو او واضحو ژمنو ته سترګې په لار دي.
د اروپایي اتحادیې مشرانو د یوه پریکړه لیک په مسودې کې چې د برسل په غونډې کې ممکن تصویب شي، د جمهور رییس حامد کرزي ملاتړ کړی او وایي، د نړیوال ملاتړ د دوام لپاره باید افغان حکومت شفافیت رامنځ ته کړي.
رویترز لیکي: د انګلستان، فرانسې او جرمني مشرانو ویلي چې د جون په ۲۸ مه دې په لندن کې د افغانستان په اړه کنفرانس جوړ شي او افغانانو ته د امنیتي چارو د مسولیتونو سپارلو لپاره دي هدفونه په ګوته شي.
دي مشرانو دغه راز د جمهور رییس حامد کرزي په حکومت کې د ستر اداري فساد د موجودیت په اړه هم اندیښنې ښودلې دي.
اروپایي اتحادیه له افغانستان سره زیاتې مرستې کوي او غړي هیوادونه یې د ناټو تر مشرۍ لاندې، په دې هیوا کې په زرګونه عسکر لري.
د اروپایي اتحادیي مشرانود لندن کنفرانس ته په اشارې، د اعلامیې په مسودې کي ویلي، اروپایي اتحادیه د حکومت دارۍ، اداری فساد، نشه یي موادو، د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ ، له ګاونډیانو او په سېمې کې د قوي اړیکو د ټینګولو په کار کې د افغان حکومت څرګندو ژمنو ته سترګي په لار ده .
د اروپایي اتحادیي مشران وایي، که افغان حکومت دا کار وکړی نو په بدل کې به د امنیت، حکومت دارۍ او اقتصادي پراختیا په برخو کې د نړیوالې ټولنې نوی سیاسي ملاتړ هم تر لاسه کړی.
رویترز اژانس لیکي: د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما افغانستان ته د نورو دیرشو زرو عسکرو استولو پریکړه کړې او په روانې اوونۍ کی اروپایي هیوادونو هم افغانستان ته د شاوخوا ۷ زرو نورو عسکرو د استولو ژمنې وکړي.
خو د جرمنې په څېر ځیني هیوادونه د لندن کنفرانس ته منتظر دي او وروسته به د نورو عسکرو د استولو یا نه استولو پریکړه وکړي.
رویترز لیکي: د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیتس د جمعې په ورځ د عراق په شمالي ښار کرکوک کې جګ پوړو امریکایي او ناټو قوماندانانو ته د خبرو په مهال وویل، جنرال سټینلي مککریسټال پوره باوري دي چې افغانستان ته د نورو عسکرو په رسیدو سره به د طالبانو د پرمختګ مخه ونیوله شي او د اتلسو میاشتو په جریان کی به د هغوی د جګړې توان کمزوری کړي.
ګیتس دغه راز وویل، دا به د جګړې پای نه وي بلکې په یقین سره به وضعه بدله کړي.