د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۱۰

کابل ښاروال پر ده لګېدلي ټول تورونه رد کړل


د كابل ښاروال عبدالاحد صاحبي

كابل ښاروال د كابل د ابتدائيه محكمې په حكم، چې دى يې د اداري فساد په جرم په څلور كاله بند محكوم كړى دى،له سره د كتنې غوښتنه كړې.

كابل ښاروال عبدالاحد صاحبي، چې د اداري فساد په جرم په څلورو كلونو بند محكوم شوى او پوليسو ته يې د نيولو امر شوى، له خبريالانو سره په خبرو كې له ځانه دفاع وكړه او ويې ويل، چې د يوې دسيسې ښكار ګرځيدلى.

عبدالاحد صاحبي د سې شنبې په ورځ د كابل ښاروالۍ په ودانۍ كې خبريالانو ته وويل، پر ده لګيدلي تورونه بې بنسټه او له حقيقت نه لرې دي او د ځينو مغرضو كسانو له خوا پرې پورې شوي دي.

هغه وويل، د محكمې د پريكړې په اړه دې له سره غور وشي:

"زما غوښتنه داده، چې هغه كسان چې د دې هېواد له قوانينو او مقرراتو څخه خبر وي، په دې برخه كې له سره پراخه او ريښتينې كتنه وكړي او دوسيه دې وڅيړي.

زه دا ادعا كوم، چې په دې برخه كې د كابل ښاروالۍ چارواكو كوم جرم نه دى كړى."


كابل ښاروال د هغې دوسيې په اړه هم خبريالانو ته معلومات وركړل، چې له مخې يې دى په بند محكوم شوى دى.

هغه وويل، پنځه كاله مخكې د كابل ښار د ديكيپك په سيمه كې يوه ټوټه دولتي ځمكه د يوه تړون له مخې د سوداګريز ماركيټ د جوړولو لپاره وركړل شوې وه او درې كاله وروسته يو ځلې بيا تمديد شوه.

هغه وويل، د كابل ښاروالۍ چارواكو د دغه تړونونو په تمديديدو كې له قانون څخه هيڅ ډول سرغړونه نه ده كړه.

خو بل خوا د لويې څارونوالۍ چارواكي وايي، چې په دې كار كې د افغانستان قوانين تر پښو لاندې شوي دي او د دولت بوديجې ته څه باندې اته لكه افغانۍ زيان رسيدلى دى.

صاحبي همداراز وويل، چې د دې دوسيې د څيړلو په وخت كې له ده څخه پوره تحقيق نه دى شوى او همداراز ابتدايي محكمې د ده د مدافع له وكيل سره له يوې مقدماتي غونډې وروسته فيصله صادره كړې ده.

خو د افغانستان لويه څارنوالي د ده دغه تورونه ردوي.

د لويې څارنوالۍ مرستيال فضل احمد فقيريار ازادۍ راډيو ته همداراز وويل، چې څارنوالۍ له محكمې نه غوښتي دي چې د تضمين په صورت كې دې د خپلې پريكړې عملي كول وځنډوي:

"موږ له محكمې نه تقاضا كړې ده، چې د تضمين په صورت كې دې د ښاروال د بندي كېدو د حكم تنفيض وځنډول شي، خو تراوسه پورې د محكمې ځواب نه دى راغلى.

د دوسيې د تحقيق جريان سم و، خپله ښاروال په تحقيق كې حاضر و، زموږ د تحقيق پروسه له قانون سره سمه وه او محكمې هم ومنله."

وروسته له هغې، چې حامد كرزي د لوړې په مراسمو كې د اداري فساد پر ضد د لا ګړندۍ مبارزې ژمنه كړې كابل ښاروال لومړى جګ پوړى دولتي چارواكى دى، چې د اداري فساد په جرم په بند محكوم كيږي.

لويه څارنوالۍ وايي، د كابينې يو شمير پخواني او اوسني غړي هم په اداري فسادت تورن دي او دوسيې به يې يوې ځانګړې محكمې ته چې د جوړيدو وړانديز يې شوى وسپارل شي.

جمهور رئيس حامد كرزى په دې وروستيو كې د نړيوالې ټولنې تر سخت فشار لاندې راغلى چې په دولت كې د اداري فساد پر ضد په ټنيګه مبازره وكړي.
XS
SM
MD
LG