د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۳۵

غفوري:موږ درېم راپور هم افغان دولت او نړېوالې ټولنې ته وړاندې كړ


د مركزى احصايى ريس عبدالرحمن غفوري

د مركزى احصايي اداره وايي، دا راپور يي په يوه كال كې د هېواد په څلور ديرش ولايتونوكې، له خلكو سره د مركو پراساس ترتيب كړى او مالي مرسته ورسره د نړېوالې ټولنې له خوا شوې ده.

د افغانستان مركزي احصايي، د هېواد د خلكو د اقتصادي او ټولينز ژوند په هكله د دوى درېم راپور د سې شنبې په ورځ، دولت او نړېوالې ټولنې وړاندې كړ.

د مركزى احصايى ريس عبدالرحمن غفوري، چې ترتيب شوى راپور يي په يوې غونډه كې، د دولت چارواكو اود نړېوالې ټولنې يو شمېرغړوته لوسته، ويي ويل، چې له دوه زره دوېم ميلادي كال وروسته د خلكو په اقتصادي او ټولنيز ژوند د مثبت بدلون نښې ليدل كيږي، خو اوس هم خلك له سترو اقتصادي او ټولينزوستونزو سره مخ دي.
ده وويل:

"د ښوونې او روزنې، بې وزلې، كار موندنې او د مور او ماشوم د مړيني په برخه كې كموالۍ راغلى خو دا د دې مانا نه لري، چې، ستونزې دي په بشپړه توګه له منځه تللي وي.

په دې برخو كې اوس هم سترخطرونه شته او دولت بايد ورته تدابير ونيسي."

د مركزي احصايي مسولينو وويل، دا راپور يي، د كليو د پراختيا له وزارت سره په ګډه، د نړېوالې تولنې په مالي مرسته، د هېواد په درې سوه درې نوي ولسوالېو كې، له شل زرو كورنيوسره، د مركو پر اساس ترتيب كړی دی.

راپور وايي، په هېواد كې اوس هم په ميليونونو خلك شته، چې، د ښوونې او روزنې، روغتيا او كرنې په برخه كې ستونزې لري او د همدى نيمګړتيا له امله د فقر له كرښې لاندې ژوند كوي.

د كليو د پراختيا سر پرست وزيراحسان ضيا وويل، سره له دى، چې تېرو پروژو يي ښى نتيجې وركړي، په راتلونكي کې هم داسې پلانونه لري، چې له پلي كېدو سره به يې د هېواد په يو شمېر ولايتونو كې د خلكو اقتصادي ستونزې كمې شي، ده وويل:

"زموږ نوى پروګرام د كليوالي انرژي د سيستم جوړول دي، همدا رنګه د لاسي صنايعو پراختيا، د محصولاتو سم راټولول، پروسس كول او داسې نور دي، چې ګڼ شمېر خلكو ته په كې د كار زمينه برابرېدلاى شي.

د دې پروژو امتحاني كارونه اوس مهال په څلورو ولايتونو كې پيل شوي او په راتلونكي كال كې په نهو نورو ولايتونو كې هم پيل شي."


په غونډه كې د اروپايي ټولنې د كميسيون ريس وويل، له دوه زره دوېم ميلادي كال راهيسې دوى په دې برخه كې مرستې كړي او په راتلونكي كې به هم خپلو مرستوته دوام وركړي.

د دى ټولنې د كميسيون ريس رابرټ وويل:

"دا راپور ښې، چې د دى هېواد نه ميليونه خلك نه توانيږي، چې خپلې ستونزې حل كړي، موږ، چې دا راپور وينو، د هغوي څيرى مو مخې ته ودريږي او په دې فكركې لويږو، چې څنګه مرستې ورسره وكړو، موږ به په دې برخه كې د خپلو تېرو مرستو اندازه دوه برابره كړو."

سره له دې، چې دولتي مقامات په وروستېو كلونوكې د خلكو د اقتصادي او ټولنيز ژوند د ښه والي خبرى كوي خو خلك وايي ، د هېواد نفوس مخ په زياتېدو دی.

امينتي حالات هم ډاډمن نه دي، د همدې له امله د دولت او نړېوالي ټولنې روانوهڅو د دوي ستونزې كمې كړي نه دي.

كار پوهان په دې نظر دي، چې ، د بيارغاونې ، كرنې، ښوونې او روزني او روغتيا پروژې نورې هم ليرى پرتو سيمو ته ورسيږي.

راپور: خان محمد(سيند )
XS
SM
MD
LG