د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۱۴

كرزې به ډير ژر خپله نوى كابينه ملي شورا ته ور وپیژني


د افغانستان ولسي جرګې هم په همدې هدف خپلې ژمنۍ رخصتۍ ځنډولي او غواړي له رخصتيو مخكې په نوې كابينې بحث وكړي او هغې ته د باور د رايو د وركولو بهير پيل كړي.

په داسې حال كې، چې د افغان ولسمشر نوى كابينه د اعلانېدو په حال كې ده، د افغانستان ولسي جرګه وايي، دا ځلي به د باور د رايې په وركولو كې له زيات جديت نه كار واخلي څو له فساده پاكه يوه كابينه رامنځ ته شي.

د افغانستان ولسي جرګې په همدې هدف خپلې ژمنۍ رخصتۍ هم ځنډولي او وايي، چې غواړي په نوى كابينه بحث وكړي او هغې ته د باور رایې د وركولو بهير بشپړ كړي.

د ولسي جرګې لومړي منشي عبدالستار خواصي وويل، چې د دې جرګې غړي له هغو مسايلو سره نابلده وو، چې په تېرو كلونو كې پېښ شول او له امله يى يوه ناكامه كابينه واكمنه وه.

خو ښاغلي خواصي، چې د يكشنبې په ورځ يى له ازادۍ راډيو سره خبرې كولې وويل، چې د خلكو استازي به دې كابينې ته د باور رایې په وركولو كې له زيات احتياط نه كار واخلي:

"پر دې دوره کې، چې کابینه به پیژندل کیږي د تېرو دورو سره یې توپیر زیات دی، دا په دې معنې، چې ولسي جرګه په لمړي سر کې دا موضعات، چې راپیښ شو په دې څلور، پنځه کالو کې وکیلانو څه خاصه بلدتیا نه درلوده، خو دا ځل به دوي په ډیر دقت داسې تصمیم ونیسي، چې داسې وزیرانو ته ځای ورکړي، تر څو دا وران، ويجاړ هېواد روغ رمټ او په پښو ودروي."

افغان ولسمشر حامد كرزې د زمري د نهه ويشتمې نېټې په انتخاباتو له بري وروسته شاوخوا دوه اونۍ مخكې د خپلې دوېمې پنځه كلنې دورې لپاره لوړه وكړه، خو نوې كابينه لا هم نه ده اعلان شوې.

كه څه هم د ولسي جرګې اداري پلاوى تمه ښودلې، چې ممكن د نوى كابينې غړي ورته د سې شنبې په ورځ ور وپيژندلې شي خو د افغان ولسمشر كاري ټيم بيا پردې اړه څه نه دي ويلي.

د ښاغلي كرزي يو وياند حامد علمي، چې د يكشنبې په ورځ له ازادۍ راډيو سره غږيده يوازې هم دومره وويل، چې د كابينې د جوړولو كار په وروستي پړاو كې دې او ډير ژر به ملي شورا ته واستولې شي.

ښاغلي علمي وويل، چې افغان ولسمشر له پوهانو او قومي مشرانو سره په مشوره داځلې په يوې داسې كابينې كار كوي، چې نه يوازې متخصصه او صادقه وي، بلكه د ټولو افغانانو هنداره وي:

"د كابينې د جوړولو كار انشاء د بشپړېدو په حال كې دې او په راتلونكو څو ورځو كې به ملي شورا ته ور وپيژندلې شي.

ښاغلې ولسمشر په يوې داسې كابينې كار كوي، چې وكولاې شي د هر افغان لپاره د خپل ځان هنداره وي او هېواد پاله، متخصص او صادقه كسان په كې ځاى ولري."

په افغانستان كې د نوى كابينې د اعلان لپاره دا تيارۍ په داسې حال كې روانې دي، چې د افغانستان نړېوالو متحدينو او په تېره بيا امريكا او بريتانيى له ولسمشر كرزي نه د فساد پر ضد د سختې مبارزې او له فساده د يوې پاكې ادارې د جوړولو ټينګه غوښتنه كړې.

له بل لوري افغان ولسمشر حامد كرزي هم د خپلې لوړې مراسمو ته په وينا كې ويلي وو، چې دا ځلې به داسې كسان كابينې ته ورولي، چې پاك، صادقه او هېواد پاله وي.

خو دا، چې دا ځلې به د افغانستان ولسي جرګه نوى كابينې ته د باور رايې په وركولو كې له څومره جديت نه كار واخلي دا به وخت ثابته كړي.
XS
SM
MD
LG