د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۴

چكري: په يوه مياشت كې به ټول افغان حاجيان بېرته راستانه شي


چکري وايي: سږ په حج تللي افغان حاجیانو کې ۷ تنه د بېلابېلا لاملونو له امله مړه شوي دي
چکري وايي: سږ په حج تللي افغان حاجیانو کې ۷ تنه د بېلابېلا لاملونو له امله مړه شوي دي
د حج او اوقافو سرپرست وزير وايي، چې له سعودي عربستان څخه به د يوې مياشتې په موده كې ټول افغاني حاجيان بېرته افغانستان ته را انتقال شي.

محمد صديق چكري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، چې تراوسه كابو زر تنه افغان حاجيان كابل ته را ستانه شوي او دا لړۍ به په راتلونكو ورځو كې لاچټكه شي.

ښاغلي چكري څرګنده كړه، چې سږ كال د حج په مراسمو كې د افغاني حاجيانو ستونزې د تېرو كلونو په مقايسه كمې وي:

"له زرو زیات حاجیان په خیر بېرته خپل وطن ته راورسېدل، دا خو یو طبعي ستونزه ده، چې د هېواد له بېلابېلو سیمو او کلیو څخه حاجیان راټول کړو یو مرکز ته راوړو او بیا یې په الوتکه کې حج واستوو او تر دې مهاله داسې خاصې ستونزې سره نه یو مخامخ شوي."

د حج او اوقافو وزارت سرپرست وويل، چې سږ كال د حج له مراسمو څخه پنځه مياشتې مخكې سعودي عربستان ته د افغان حاجيانو د منظم ليږدولو تياري نيول شوې وه او دا وزارت وتوانيد، چې دا بهير په ښه ډول ترسره كړي.

په عين حال كې افغان حاجيان هم وايي، چې سږ كال د حج په مراسمو كې خاصې ستونزې نه وې موجودې او دوى وکړای شول، چې دا مراسم ښه او منظم پاى ته ورسوي.

د حج او اوقافو وزارت سرپرست محمد صديق چكري څرګنده كړه، چې سږ كال سعودي عربستان ته د څه باندې دېرشو زرو افغاني حاجيانو له ډلې څخه اوه تنه تللي يې د ناروغيو او ټرافيكي پېښو له امله مړه شول او څلور تنه غله، چې د ده په خبره د حج په نوم تللي وو، د سعودي عربستان د پوليسو له خوا د غلا په مهال نيول شوي دي.

كه څه هم د حج او اوقافو وزارت وايي، چې له سعودي عربستان څخه به افغان حاجيان په منظم ډول بېرته هېواد ته را انتقال شي، خو سرله اوسه ځينې را ستانه شوي حاجيان داسې شكايتونه كوي، چې په سعودي عربستان كې د جدې په هوايي ډګر كې افغان حاجيان د بېرته راتګ په مهال له يولړ ستونزو سره مخامخ دي.

دوى انديښمن دي، چې ښايي سږ كال هم د حاجيانو د بېرته راتګ په مهال د تېرو كلونو ستونزې او نيمګړتياوې يوځل بيا تكرارشي.
XS
SM
MD
LG