د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

ګیټس: یو کال وروسته به وڅېړو چې له افغانستان څخه وتل پیلولی شو کنه


هېلري کلینټن، رابرټ ګیټس او مایک مولین د امریکا د سنا پوځي کمیټې ته څرګندونې کوي
هېلري کلینټن، رابرټ ګیټس او مایک مولین د امریکا د سنا پوځي کمیټې ته څرګندونې کوي

دامریکا لوړ رتبه چارواکي څرګندوي چې واشنګټن په کوم پلان مقید نه دی چې اتلس میاشتې وروسته به له افغانستانه دخپلو سرتیرو ویستل خامخا پیلوي .


دامریکا دفاع وزیر رابرت ګیټس پرون دسنا دمجلس پوځي کمیټې ته وویل چې امریکایي مشران به دراتلونکې کال په ډیسمبر میاشت کې دحالاتو جاج اخلي او ګوري به چې ایا افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیت ساتني د مسولیت سپارنې شرایط برابر دي کنه!

ګیتس وویل که چیرې امنیتي وضعیت ډیرمشکل وي امریکا به افغانستان یوازې پرینږدي .

(( دجمهور رییس دنوي ستراتیژیک فکر هدف دادی چې دطالبانو زور او قوت کم کړي اوافغانانو ته ددې زمینه برابره شي چې دخپلو امنیتي ځواکونو او حکومت ظرفیت ترکافي اندازی لوړ کړي څو هیواد کې ارامي او ثبات راشي . مونږبه خپل منابع هغو سیمو ته زیات متوجه کړو چې ګواښونه په کې ډیر دي او پوځي او ملکي زیارونه به یوځای پرمخ بیایوو.))


دغه راز دامریکا بهرنیو چارو وزیرې هیلری کیلنټن هم دسنا دمجلس پوځي کمیټی ته وویل چې امریکا په دې مقیده نه ده چې ددوه زره یوولسم کال په جولای میاشت کې به له افغانستانه دخپلو ځواکونو وتل خامخا پیلوي .

هغی خبرداری ورکړ که چیرې افغانستان په یوه ناکامه دولت بدل شي نودامریکا ملي امنیت به له ګواښ سره مخامخ شي:

( ( زه فکر کوم داسې یوناکامه هیواد چې بشپړ بې قانونه وي ، تروریستانو په کې ځای نیولی وي ، په خاصه توګه داسې تروریستي تشکیلاتو چې القاعده یې په سر کې وي د امریکا امنیت ته یو مستقیم ګواښ متوجه کوي .))

رابرت ګیټس او کیلنټن دواړو وویل چې دوی تمه لري چې دجمهورییس حامد کرزي حکومت به په دی پوه وي چې امریکایي ځواکونه به تل په افغانستان کې نه وي پاتې او افغان چارواکي باید دفساد ضد مبارزې او ښې دولت دارۍ په برخه کې پرمختګ وښیي .

دامریکا جمهور رییس باراک اوباما وړمه ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې دامنیت دټیګښت لپاره دیرش زره نورعسکر افغانستان ته استوي چې ددوه زره یولسم کال جولای میاشتې پورې له افغانستانه د امریکایي ځواکونه وتلو ته لاره اواره شي .

افغانستان ته دنویو عسکروپه رسیدو سره به په دغه هیواد کی دامریکایي ځواکونو شمیر سلو زرو عسکرو ته ورسیږي .

XS
SM
MD
LG