د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۰۴

د امريكا د ستراتيژۍ په اړه د څيړونكونظرونه


د كابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانكزى، افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ستراتيژيكو مطالعاتو د مركز ريس داود مراديان او د كابل پوهنتون استاد احمد ضيا رفعت د اوباما د نوې ستراتېژۍ په اړه څرګندونې کوي.

افغان كارپوهان اوڅيړونكې په دې باوردي، چې په افغانستان كې د امريكا اوږد مهاله ستراييژيك حضور يا موجوديت ډير ضرورى دى او دي ته اړتيا شته، چې د افغانستان لپاره د امريكا نوې ستراتيژي په دقيق اوجدي ډول عملي شي.

درېو تنو افغان كار پوهانو، چې د چهارشنبې په ورځ يې د دې هېواد په اړه د امريكا د نوې ستراتيژۍ په اړه خبرې كولې وويل، چې بايد له دې هېواد څخه د بهرنيو ځواكونو وتل په اوږد مهاله او ستراتيژيك ډول ترسره شي.

د كابل پوهنتون استاد احمد ضيا رفعت وويل، كه افغان ځواكونه خود كفا هم شي نو بيابه هم د يوې مودې لپاره په دې هېواد كې د بهرنيو ځواكونو موجوديت ته ضرورت وي ځكه، چې د ده په خبره ښايي ځينې ګاونډي هېوادونه يو ځل بيا دې هېواد ته امنيتي او نورې ستونزې جوړې كړي:
درېو تنو افغان كار پوهانو، چې د چهارشنبې په ورځ يې د دې هېواد په اړه د امريكا د نوې ستراتيژۍ په اړه خبرې كولې


"افغانستان به څولسيزه نورهم د ځينو ګاونډېو هېوادونوګواښونو ته په اندېښنه کې وي، نوځكه موږ وايو، چې بايد افغانستان داسې ضمانتونه ترلاسه كړي، چې نور به ځينې ګاونډي هېوادونه، چې په پوځي لحاظ ډير پياوړي هم دي. دې هېواد ته ستونزې نه جوړوي."

د افغانستان په اړه د امريكا نوې ستراتيژې د چهارشنبې په سهاراعلان شوه او د امريكا ولسمشروويل، چې له دې هېواد سره به د امريكا مرستې همداسې دوام ولري او د افغانستان د زيربنايي څانګو پياوړي كول د دې ستراتيژي يوه مهمه برخه جوړوي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ستراتيژيكو مطالعاتو د مركز ريس داود مراديان وويل، چې امريكا به په دې هېواد كې لنډ مهاله پوځي حضور ولري خو د ده په خبره هغه څه، چې ډيرمهم دي هغه په افغانستان كې د امريكا ستراتيژيك موجوديت دى، ترڅو افغانستان وتوانيږي له هره پلوه په خپلو پښو ودريږي:

"له افغانستان څخه د امريكا تدريجي پوځي وتل موږ ته د منلو وړ دي، خو له افغانستان څخه د امريكا ستراتيژيك وتل به موږ ته ډيرې اندېښنې پيدا كړي خو له نيكه مرغه د ښاغلي اوباما د تېرې شپې په خبرو كې په دې ټينګار وشوو چې امريكا به په افغانستان كې اوږد مهاله ستراتيژيك حضور ولري."

په عين حال كې د كابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانكزى په دې باور دى، چې امريكا بايد د پخواني شوروي اتحاد تېروتنې تكرار نه كړي او له افغانستان سره خپلو هر اړخيزو مرستوته هغسي دوام وركړي، چې د دې هېواد خلك اوحكومت يې غواړي.
استاد نصرالله ستانکزی


دا بحثونه په داسې حال كې كيږي، چې د امريكا په نوې ستراتيژي كې د افغان ځواكونو په روزلو او تجهيزولو هم ټينګارشوى او له دې هېواد څخه د بهرنيو ځواكونو د وتلو يو شرط هم د افغان ځواكونو خود كفايي ښودل شوی ده.

د افغانستان لپاره د امريكا نوې ستراتيژي د نړۍ او سيمې د ځينو هېوادونو او د ملګرو ملتونو د سازمان له هركلي سره هم مخامخ شوې ده او د افغانستان ځينې كورني ارګانونه اوڅيړونكي هم ورته په ښه سترګه ګوري په خاص ډول دې ټكي ته يې، چې د تروريزم اصلي ځالي له دې هېواد څخه بهردي او بايد هرومرو له منځه يوړل شي.
XS
SM
MD
LG