د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

دافغانستان په اړه د اوباما د نوې ستراتېژۍ ځینې ټکي


دامریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما به نن دافغانستان د جګړې په اړه خپله نوې ستراتیژی په نیویارک کې د ویست پوینټ اکاډمی څخه ملت ته په وینا کې اعلان کړي.

خواوباما مخکې له دې چې دامریکا خلکو ته خپله ستراتیژي په ډاګه کړي، په دې اړه یې د ناټو متحدیونواو د کانګرس یوشمیر مهمو غړیو ته د معلوماتو په ورکولو پیل کړی دي.

له واشنګټنه دازادی راډیو خبریال اندری ایف تولي په دې اړه یورپوټ چمتو کړی چی نوریاس نوري یی غټ ټکي راټول کړي .


سپینه ماڼۍ وایي، دامریکا ولسمشر بارک اوباما وار له مخه دافغانستان په اړه د خپلې ستراتیژۍ د تطبیق امرورکړﺉ او د خپلو پلانونو په اړه یې د روسیې، بریتانیا او فرانسې مشرانو ته معلومات ورکړې دي.

د سپنې ماڼۍ ویاند رابرت ګیبس وویل، اوباما د یکشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینتن سره په ټیلیفون کې په دی اړه خبرې وکړې او ورورسته یې په همدې ورځ د دفاع له وزیر رابرت ګیتس او د ملي امنیت د شورا له سلاکار جیمز جونز سره وکتل او د خپلې وروستۍ پریکړې په اړه یې ورسره خبرې وکړې. د نو موړې په وینا دا غونډه له مخکې نه وه پلان شوې.
ددې ستراتېژۍ د ځینو مهمو ټیکو په اړه د سپینې ماڼۍ ویاند رابرټ ګیبس خبریالانو ته څرګندونې کړي.


اوباما به خپله نوې ستراتیژي نن دامریکا په وخت د شپې په اتو بجو، دافغانستان په وخت سبا چهارشنبې سهار پنځه نیمې بجې، په نیویارک کې د ویست پوینت اکاډمی څخه ملت ته د ټلویزیوني وینا له لارې اعلان کړي ، او په غالب ګومان نوموړی به افغانستان ته وسلوالو طالبانو په وړاندې د جګړې د پیاوړي کیدو لپاره د د یرش زره نور عسکرو د لیږلو اعلان وکړي.


ښاغلي ګيبس وویل چی له پلان سره سم له اروپایي مشرانو سره داوباما د ټيليفوني تماسونوپه لست کې د ډنمارک صدراعظم لارس ليوکي راسموسن، دفرانسې ولسمشر نیکولاز سارکوزي، د بریتانیا صدرعظم ګورډن براوون او دروسیی ولسمشرډ یمټري میدویدیف شامل دي.

دغه راز ټاکل شوې ده چې اوباما په دې اړه دافغانستان له ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري، د جرمني له صدراعظمې انګلا میرکل، د پولنډ له صدراعظم دونالد تسک ، د چین له له ولسمشر هو جین ټاو او دهند له صدراعظم من موهن سینګ سره هم خبری وکړي.

د سپینی ماڼی ویاند ګیبس وویل چی اوباما به دکانګرس له مهمو غړیوسره د سې شنبی دورځې له غرمی وروسته وګوري.

ګیبس ددی پوښتنې په ځواب کې چې ولې اوباما غوره ګڼلې چې لومړی بهرنیو مشرانو ته د خپلې ستراتیژي په اړه معلومات ورکړي وويل:

(( په افغانستان کې ایساف یا د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو ماموریت له ګڼ ملیتي ځواک څخه جوړ شوی او طبعا امریکا په کې ډيره ونډه لري خو که ولسمشر د جرمني فرانسې، ډنمارک یا نورو هیوادونو له مشرانو سره غږیږي دا په دې مانا ده چې دوی د دی ماموریت باارزښته شریکان دي.))

په افغانستان کې په اوس وخت کې دامریکایي عسکروشمیرشاوخوا ۷۱ زرو تنو ته رسیږي. پردې سربیره په دې هیواد کې د ناټو په چوکاټ کې د نورو متحدینو۳۶ زره عسکر هم دیره دي.

د سپینې ماڼۍ ویاند ګیبس وویل ترهغو پورې چې د ناټو ځواکونه په افغانستان کې دي، ولسمشر غواړي چې دپاکستان رول ته ډیره پاملرنه وکړي، د هغه په وینا اوباما په دې باور دی چې پاکستان باید په دې جګړه کې رغنده رول ولوبوي.

(( سبا ته د اوباما د وينا يوه مهمه برخه به له پاکستان سره زموږداړيکو په اړه څرخي اويوځل بيا به له پاکستانيانو سره پرهغو نويو ډيپلوماتيکو اړيکو غور وشي چی داداري په پيل کی په ډاګه شوې وې څنګه چی نن سهار ما وویل د سخت دریځو په وړاندې مبارزه ګډو هڅو ته اړتيا لري. زما په فکر زموږ اړيکي قوي دي اود همدغو نويواړيکو او ډيپلوماسۍ په نتيجه کې د سخت دریځو په وړاندی زموږ هڅې پیاړې شوې دي.))

د سپني ماڼی ویاند وويل دا ډيره مهمه ده چې افغانان امریکایان او دناټو متحدین په دې پوه شي چې متحده ايالات په پام کې نه لري چې ایساف ځواکونه دې هلته تریوه ناڅرګند وخت پورې پاتې شي.

(( داماموریت دايمي نه دي. اوباما به ووايي چې موږ هلته له افغانانو سره ددې لپاره يو چې دافغانستان امنيتي ځواکونه د ملي اردو عسکر او پوليس وروزو څو دوی وکولای شي چې پخپله د هيواد امنيتي چارې په غاړه واخلي او د وسله والوکسانو په وړاندې چې عام ملاتړ نه لري مبارزه وکړي. دا زموږ د ماموريت لومړنی او ترټولو مهم لومړیتوب دی.))

د سپینی ماڼی ویاند رابرت ګیبس دغه راز د کرزي له ادارې سره د ستونزو یادونه هم وکړه او ویې ویل اوباما له خپل دفتره افغان ولسمشرته په ټيليفون ويلي وو چې اوس د دې وخت رارسیدلی چې افغانستان د اداري فساد پرضد د مبارزې او د ښې ادارې درامینځ ته کولولپاره یو نوی فصل پرانیزي.
XS
SM
MD
LG