د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۸

ښځې وايي: په كابينه كې بايد ډيره ونډه ولري


شکریه بارکزۍ
شکریه بارکزۍ
په داسې حال كې چې ولسمشرحامد كرزى به په راتلونكوڅوورځوكې خپله نوې كابينه اعلان كړي يوشميرښځې غوښتنه كوي چې بايد په نوې كابينه كې ښځوته زياته برخه وركړی شي.

دوى وايي په تيرو كلونوكې لكه څنګه چې لازمه وه ښځوپه سياسي برخوكې ونډه نه درلوده اوله دې وروسته به دابه عدالتي ونه زغمي ځكه چې د دوى په خبره ښځوپه تيرو انتخاباتوكې ډيره برخه درلوده.

دولسې جرګې غړې شكريې باركزۍ دد وشنبې په ورځ آزادۍ راډيو ته وويل چې په نوې كابينه كې ښځې په يووزارت قناعت نه لرې بلكې دخپلوټولوسياسي حقوقودترلاسه كولوغوښتونكي دي.

داڅرګندونې په داسې حال كې كيږي چې په افغانستان كې دطالبانود رژيم له ړنګيدونه وروسته ښځوته په سياسي برخوكې دفعاليت كولوزمينه مساعده شوې اوپه تيروڅوكلونوكې دولسمشركرزي په كابينه كې يووزارت هم ښځوته وركړې شوېدى.

دغه رازدملي شورا نږدې ديرش فيصده هم ښځې جوړوي او په ځينو وزارتونوكې هم يوشميرښځې دوزيرانودمرستيالانوپه توګه وظيفه ترسره كوي اودبيلابيلوادارورياستونه هم په غاړه لري.

خودښځودسراسري شورا مشره ثرياپرليكا وايي چې په تيرو څلوكلونوكې ښځوته په سياسي،اقتصادي اونوروبرخوكې سمبوليكه اوكمه ونډه وركړې شوې.

ثرياپرليكا آزادۍ راډيوته وويل چې په تيرو انتخاباتوكې ښځوپراخ ګډون كړى اوبايد چې په نوې كابينه اوحكومت كې ددوى ګډون هم دپام وړ وي:
( له ښاغلي كرزي نه غواړوچې دخپلونورو ژمنوترڅنګ دښځودظرفيتونودلوړولومساله په پام كې ونيسي اوپه كابينه كې دښځوشميرزيات كړي.
دجمهوري رياست په انتخاباتوكې اته پنځوس فيصده ښځوبرخه واخيسته،ښځې دانتخاباتومالكانې دي اودا غواړي چې بايد پياوړى سياسي حضورولري).

په عين حال كې دافغانستان په لروپرتوسيمواوكليوكې ډيرشميرښځې چې ويل كيږي دامهال له بيلابيلوستونزو سره مخامخ دي وايي چې ښځوته په سياسي برخوكې دګډون ترڅنګ بايد ددوى دژوند دښه كولولپاره هم ډيركاروشي.

دوى وايي چې په تيرو كلونوكې ددولت اونړيوالې ټولنې له هلوځلوسره سره بيا هم ترډيره له خپلوحقوقوڅخه محرومي دي ،حتى داسي ښځې اوانجونې شته چې روغتيايي خدماتواوزده كړوته هم لاس رسۍ نلري.

خوولسمشركرزي په خپلوانتخاباتي مبارزوكې ژمنه كړې چې دافغانستان په ټولوبرخوكې به ښځوته له هره پلوه سهولتونه برابركړي اوپه سياسي برخوكې به هم دښځوګډون دپام وړ وي،خوداچې څنګه؟ په راتلونكې كې معلومه شي.
XS
SM
MD
LG