واشنګټن پوسټ ورځپاڼې (د افغانستان د جګړې په اړه د اوباما د سستې څیړنې ) تر عنوان لاندې یوه مقاله خپره کړې او په پیل کې لیکلي:
په داسې حال کې چې د امریکا پوځی مقامات د افغانستان په اړه د ولسمشر باراک اوباما د ستراتیژۍ اعلان ته سترګې په لاره دي هغوي یوه بل راپور چې د متحده ایالاتود خاصو ځواکونو لخوا برابر شوي هم څیړي.
د ورځپاڼې په وینا په دغه راپور کې خاصو امریکايي ځواکونو استدلال کړی چې په افغانستان کې د بریالیتوب یوازینۍ لاره ددغه هیواد له قومي مشرانو سره په ګډه کار کول دي.
واشنګټن پوسټ لیکي د قومي مشرانو سره کار په اصل کې له پراخ ملاتړ نه برخمن دی خو ستونزه داده چې متحده ایالاتو په دې وروستیو کې ددې برعکس عمل کړی دی.
د ورځپاڼې په وینا ددې پر ځای چې له قومي شمرانو سره یو ځای فعالیت وشي امریکایانو ځینو وختونو کې داسې عمل کړی چې له امله يط د طالبانو پر وړاندې د قومي مشرانو رول او فعالیت کمزورۍ شوی دی.
په افغانستان کې د ځانګړو امریکايي ځواکونو قومندان جیم ګنت په خپل راپور کې ویلي په افغانستان روانې سیالۍ په داسې توګه ترسره شوي چې تل يې په دغه هیواد کې د یوه غښتلي مرکزي دولت د رامنځته کیدو مخه نیولې ده.
واشنګټن پوسټ لیکي مونږ باید له قومي مشرانو ملاتړ وکړو ځکه چې دا د افغاني ټولنې یو نه بدلیدونکی سیاسي،ټولنیز ،او کلتوري واقیعت دی او دا هغه تجربه ده چې جیم ګینت په کونړ ولایت کې یو په بل پسې عملي کړې ده .
واشنګټن پوسټ زیاتوي: د جیم ګینت ځواکونه اوس مهال په کونړ ولایت کې د پښتون قوم د کورنۍ غړي ګرځیدلي او د یوه قومي مشر له کسانو سره د افغانستان او پاکستان د پولو په اوږدو کې فعال دي.
د مقالې د لیکونکي په وینا که څه هم چې دا یو احساساتي داستان ښکاري خو د یو جنګیالي او میړه افغان حیقیقت دادی چې په تیرو ۱۵۰ کلونو کې د تل لپاره بهرنیان په خپل دام کې ګیر کړي دي.
د لندن چاپ د سنډې ټایمز ورځپاڼې بیا تر عنوان لاندې چې د کرزي دوه وزیران په فساد کې پر لاس لرولو تورن شوي لیکي:
پردو وزیرانو د فساد تورونه وروسته هغې لګول شوي چې په روانه ونۍ کې دافغان امنیتي ځواکونویو جنرال د رشوت د اخستو او سل ګونو زرو ډالرو د اختلاس په تور ونیول شو.
سندې ټایمز لیکي په افغانستان کې د فساد نښي نښانې په هر ځای کې مشهورې دي د ورځپاڼې په وینا له جنوب څخه کابل ته د غزیدلي سرک پر غاړو د هغو ودانیو جوړیدل روان دي چې د مخدره موادو د قاچاق په پیسو ودانیږي.
د شفافیت نړیوال سازمان تیره ونۍ په خپل راپور کې افغانستان د نړی په سطحه له سومالې وروسته په فساد ککړ دوهم هیواد وباله.
سنډې ټایمز وايي حامدکرزي د خپلې لوړې په مراسمو کې فساد د افغانستان یو خطرناک دښمن وباله او ژمنه وکړه چې فاسد مقامات به محاکمې ته وړاندې کړي او کار به اهل کار ته وسپاري.
خو د سنډې ټایمز په وینا دا ویره هم شته چې کرزۍ به مهمې او لوړې څوکی هغو اشخاصو ته ورکړي چې په انتخاباتو کې له نوموړي ملاتړ کړی او یا به هغه کسان چې په فساد تورن ددې لپآره وګماري چې د شوي فساد د ښکاره کیدو مخه ونیسي.