د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

پاکستان وايي هند د پاکستاني طالبانو سره مرسته کوي


د هند صدراعظم من موهن سینګ او د پاکستان ولسمشر اصف زرداري د روغبړ په حال کې.
د هند صدراعظم من موهن سینګ او د پاکستان ولسمشر اصف زرداري د روغبړ په حال کې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هند تورن کړی چې ددغه هیواد په قبایلي او افغان سرحد ته نزدې سیمو کې د اسلام اباد ضد سخت دریځو وسله والو ډلوملاتړ کوي.

شاه محمود قریشي د جرمني خبري اژانس ته په څرګندونو کې ویلي
دي هیواد يې په بلوچستان ایالت کې د حکومت ضد وسله والو سره د هند د مرستې په اړه کره شواهد هم وړاندې کړي دي.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې له ۲۰۰۴ میلادي کال راهیسې بلوچ وسلوال د خپلو سمیو د خپلواکۍ او په طبیعي زیرمو کې د زیاتې ونډې لپاره د پاکستان د مرکزي حکومت پر ضد وسله واله مبارزه پیل کړې ده.

د پاکستان ملکي حکومت او پوځی ادارو په وار وار سره هند تورن کړې چې په پاکستان کې د طالبانو له غورځنګ سره چې تر مشرۍ لاندې يې ګڼ شمیر وسله والې ډلې فعالیت کوي مرسته کوي.

پاکستاني مقامات د طالبانو غورځنګ چې ویل کیږي مشرتابه يې په جنوبي وزیرستان کې ځای پرځای ده په دغه هیواد له ۲۰۰۷ میلادي کال راهیسې د شوو ځان وژونکو او بمي بریدونو چې سل ګونه کسان په کې وژل شوي مسول بولي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د جرمني خبري اژانس ته ویلي هند باید د اسلام اباد ضد وسله والو سره له خپلو مرستو لاس واخلي.

دوه اونۍ وړاندې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر او د پوځ ویاند هم پر هند ورته ترونه ولګول او ټینګار يې وکړ چې اسلام اباد په جنوبي وزیرستان کې د هند د مداخلې په اړه دقیق شواهد هم ترلاسه کړي دي.

د پوځ ویاند تورن جنرال اطهر عباس وویل ددوي ځواکونو په جنوبي وزیریستان کې هغه وسلې،مهمات او دارو درمل چې هند د طالبانو غورځنګ ته ورکړي کشف او ترلاسه کړي دي.

بل لور ته ویل کیږي چې پاکستان په کشمیر کې د هند ضد وسله والو سره مالي او پوځي مرستې کوي .

دواړو هیوادونو په ۲۰۰۴ میلادي کال د نړیوالو د فشار په نتیجه کې د لانجمنو مسلو د حل په هدف په خپلو کې د سولې خبرې پیل کړې خو په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د هند پر ممبي ښار باندې له تروریستي حملو وروسته د نوې ډیلي او اسلام اباد تر منځ د سولې خبرې اترې په ټپه ودریدې.

هند وايي د ممبي د حملو ترسره کونکې له پاکستان نه راغلي وه او ددغو بریدونو پلان هم د پاکستان پر خاوره ترتیب شوی وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي هند د سولې د خبرو د بیا پیل لپآره زړه نا زړه دی په داسې حال کې چې د هغه په وینا پاکستان د لشکر طیبه وسله والې ډلې د هغو ۷تنو محاکمه هم پیل کړې چې ویل کیږي د ممبي بریدونه يې پلان کړي دي.

شاه محمود قریشي د جرمني خبري اژانس ته ویلي د خبرو اترو پیل د نوي ډیلي او اسلام اباد تر منځ د اوسنۍ شخړې د حل یوازینۍ لار ده . هغه ویلي هیواد يې هر وخت له هند سره د خبرو لپاره چمتو دی او هند هم باید د پاکستان دې پیشنهاد ته مثبت ځواب ووايي.
XS
SM
MD
LG