د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۱

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې


د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د خپل افغان سیال سره تړون لاسلیکوي.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د خپل افغان سیال سره تړون لاسلیکوي.

د قزقستان د بهرنيو چارو وزير له افغان مشرانو سره د خبرو لپاره د يكشنبې په ورځ كابل ته ولاړ، ده په كابل كې د خپل افغان سيال سربيره له افغان ولسمشر حامد كرزي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له استازي سره ليدلي .

د قزاقستان د بهرنيو چارو وزير وايي، چې له افغان مشرانو سره يى د خبرو اصلي تمركز د اروپا امنيت او همكارۍ د سازمان پر هغې غونډې وو، چې راتلونكی كال د ده په مشرۍ جوړيږي او افغانستان به يى د اجنډا په سر كې ځاى ولري.

كنات سودا بايوف د يكشنبې په ورځ كابل ته ولاړ او هلته يې د خپل افغان سيال ډاكټر سپنتا سربيره له ولسمشر حامد كرزي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له استازي كا ايډه سره ولیدل.


نوموړې، چې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر رنګین دادفر سپنتا سره یې په ګډه خبري غونډې ته وينا كوله وويل، چې افغان ولسمشر ته يې ډاډ وركړې، چې په دې غونډه كې به د افغانستان لپاره د لا زياتو مرستو د جلبولو هڅه وكړي:

"له ولسمشر حامد كرزي سره مې په بېلابېلو مسايلو او په تېره بيا د اروپا د امنيت او د همكارۍ د سازمان په غونډې، چې راتلونكې كال د قزاقستان په پلازمينه استانه كې جوړيږي خبرې وكړې.

ټاكل شوې، چې د دې غونډې مشري د قزاقستان په غاړه وي او د غونډې د بحث اساسي موضوع به افغانستان وي.

په دې غونډه كې به د افغانستان لپاره د لا زياتو مرستو د جلبولو او د شتو ستونزو د حل په اړه هر اړخيزې خبرې وشي."

د قزاقستان د بهرنيو چارو وزير همدا راز وويل، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازې سره یې د همكارۍ په هغو لارو چارو خبرې كړي، چې قزاقستان يى د اروپا د امنيت او د همكارۍ د سازمان د مشر په توګه كولاې شي.

قزاقستان يو له هغو هېوادونو څخه دې، چې له افغانستان سره د بيارغونې روغتيا او زده كړې په برخه كې دوه عشاريه څلور ميليونه ډالره مرسته كړې او دوه زره ټنه غنم يى افغانستان ته وركړي.

د قزاقستان د بهرنيو چارو وزير وويل، چې هېواد به يى په روان كال كې هم پردې برخه كې يو عشاريه پنځه ميليونه ډالره ولږوي.

سودا بايوف د دې خبري غونډې پر مهال له خپل افغان سيال سره يو تړون هم لاسليك كړ، چې له مخې به يى دغه هېواد د پنځوس ميليونه ډالرو په ارزښت افغان زده كوونكو ته د زده كړې زر بورسونه وركړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاكټر سپنتا بيا د خپلو خبرو پر مهال د شويو خبرو د دغه تړون په اړه د معلوماتو د وركولو په ترڅ كې وويل:

"له ښاغلي وزير سره مې نن د افغانستان او قزاقستان په دوه اړخيزو اړيكو خبرې وكړې او هغه تړون، چې تاسو همدا اوس وليد د دواړو هېوادونو ترمنځ د كلتوري او علمي اړيكو په اړه وو.

موږ خوښ يو، چې زمونږ قزاقي وروڼو او خويندو د راتلونكو پنځو كلونو لپاره افغانستان ته د زده كړې زر برسونه په واك كې وركوي.

موږ همدا راز له خپلو قزاقي وروڼو اوخويندو نه وغوښتل، چې په افغانستان كې په بېلا بېلو برخو كې پانګونه وكړي او دوى پخوا هم د افغانستان د بيارغونې ملاتړ كړی دی."
د قزاقستان د بهرنيو چارو وزير


د قزاقستان د بهرنيو چارو وزير په داسې حال كې افغانستان ته سفر كړی، چې افغان ولسمشر حامد كرزي د خپلې دوېمې انتخابې دورې لپاره لا دمخه لوړه كړې.

ښاغلي سودا بايوف وويل، چې ښاغلي كرزي ته يى د قزاقستان د ولسمشر نورسلطان نظربايوف پيغام هم سپارلی، چې په كې ولسمشر كرزي ته د مباركۍ ترمنځ دا ډاډ هم وركړل شوې، چې په راتلونكې پنځه كلنه دوره كې به له افغانستان سره د دوه اړخيزو اړيكو په پراختيا كې مهم ګامونه پورته شي.
XS
SM
MD
LG