د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

ملګرو ملتونو د افغان ماشومانو وضیعت د اندېښنې وړ بللی دی


په كابل كې د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې چارواکې وايي، سره له دې، چې افغانستان د ماشوم د حقونو د نړېوال كنوانسيون غړيتوب لري خو بيا هم له هغو هېوادونو څخه دى چې د ماشومانو وضعيت په کې خراب دی.


د ماشوم د حقونو د نړېوال كنونسيون د شملې كاليزې په مناسبت په كابل كې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق يا يونيسف، د اروپايي كميسيون ريس، د سويډن سفير او د افغانستان او پاكستان لپاره د اروپايي كميسيون ځانګړې استازي د ګډوهلوځلو يوه اعلاميه هم لاسليك كړه.

د افغانستان لپاره د يونسف استازې كاترين بنګوي وويل، دغه اعلاميه په يونسف او اروپايي ټولنې ټینګار كوي، چې په افغانستان كې د ماشوم د حقونو د كنونسيون له پلي كېدو سره مرسته وكړي:
د يونسف استازې كاترين بنګوي


"دا اعلاميه زموږ پر ژمنتيا او ملګرتيا يو ځلې بيا ټينګار كوي، چې له نورو ټولو خواو سره كار وكړو او د ماشوم د حقونو كنونسيون د افغانستان او نړۍ ماشومانو ته واقعيت بدل كړو."

د ماشوم د حقونو نړېوال كنفونسيون له ماشوم سره په عدم تبعيض، د هغو د ګټو د ساتلو لپاره پر اقداماتو، د ژوندي پاتې كېدو او پرمختګ پر حق او د عمر او پوخوالي له په پام كې نيولو سره د هغوى نظرياتو ته پر پاملرنې ټينګار كوي.

په كابل كې د اروپايي كميسيون ريس ډاكتر كرتچمر وويل، د افغانستان نيم نفوس ماشومان دي، چې پنځلس كاله او يا هم له هغې كم عمرونه لري.

هغه وويل، كه چېرې دغه نيم نفوس ته كار ونه كړاى شي، نو د افغانستان راتلونكې به كمزورى وي.

هغه د مړينې لوړه كچه، د شاقه كارونو ترسره كول، جنسي تېرى او د ځان وژونكې برید كوونكي په توګه ګمارل كېدل، هغه لويې ستونزې وبللې، چې افغان ماشوم يې لري:

" د نوېو زيږيدلو او له پنځو كلونو نه د كم عمره ماشومانو د مړينې د كچې له پلوه افغانستان په هغو هېوادونو كې شمارل كيږي، چې تر ټولو خراب وضعيت لري.

د كار ګر په توګه د ماشومانو ګمارل يوه بله پديده، چې په افغانستان كې موجوده ده.
د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې چارواكو د ماشوم د حقونو یوه اعلامیه لاسلیک کړه


له ماشوم نه جنسي ګته اخيستل هم يوه ستره ستونزه ده، له ماشومانو همدا رازد ځان وژونكو برید كوونكو په توګه كار اخيستل كيږي."

د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون هم په دغه هېواد كې د ماشومانو په وضعيت اندېښنه ښودلې ده.

د ې كميسيون په يوې اعلاميې كې ويلي دي، چې اوس مهال په افغانستان كې ۳۸ فيصده ماشومان په شاقه كارونو بوخت دي، ۳۱ فيصده يې له روغتيايي خدماتو بې برخې دي، ۴۸ فيصده يې له قانوني عمر نه مخكې ودونه كوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون ويلي، چې په افغانستان كې د ماشومانو د وژنې پېښې زیاتره د بهرنيو ځواكونو په بمبارېو او د افغان ځواكونو په عملياتو كې شوي دي، همداراز وسلوالو مخالفين هم پر ښوونځيو او روغتونونو د بريدونو په ترڅ كې د ماشومانو د مړينې لامل شوي او په ځان وژونكو بریدو كې يې ترينه كار اخيستى.

كه څه هم په افغانستان كې د ماشومان له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو افغان چارواكي وايي، د دوى د ژوند ښه كولو لپاره هلې ځلې كوي.
XS
SM
MD
LG