د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۶

د نورستان او د کونړ ترمنځ دخلکو مالونه لوټېږي


د نورستان بېلابېلې سېمې په دې ورستیو کې د ناکراریو شاهدانې دي.په دې تصویر کې
د نورستان بېلابېلې سېمې په دې ورستیو کې د ناکراریو شاهدانې دي.په دې تصویر کې

د نورستان د مرکز پارون او واما واوسيدونکي شکايت کوي، چې د کونړ ولايت د چپي درې ولسوالۍ په اړوندو سيموکې د وسلوالو کسانو له خوا د دوي د سورلۍ او بار وړونکي موټرې تلاشي کيږي او مالونه يي تالا کيږي.

دوي د نورستان او کونړ له دولتي چارواکوڅخه غوښتنه کوي، چې بايد د دغې لارې د خلاصون اوساتني لپاره دي امنيتي پوستي جوړې کړې.

نورستانيان وايي، د دوی دولتي چارواکي،هم پردغه لاره نه شي تللى او په لاره کې د طالبانو د شتون له ويري د دغې ولايت والي په هيلې کاپټرکې له يو ځاي څخه بل ځاي ته حرکت کوي.

د واما ولسوال شاه محمد هم وايي، چې د چپۍ درې په کلسلک، کنډۍ اوسيمه ایزو سيموکې هره ورځ وسلوال کسان سرک کې ولاړ وي او د نورستان د خلکو مالونه لوټوي.

هغه وايي، که چېرته د کونړ قومي مشران او دولتي چارواکي دلارې په خلاصون کې چټکې هڅې ونه کړي نو کېدای شي، چې له دغې ستونزې څخه قومي شخړه جوړه شي، چې د راتلونکو ټولو بدو ناخوالو مسوليت به يوازې اويوازې د چپي درې ولسوالۍ د ديني عالمانو، قومي مشرانو او د کونړ د دولتي چارواکو پر غاړه وي.

د نورستان والي جمال الدين بدر هم دا ومنله، چې د پارون په لوي سړک د چپې درې په ولسوالۍ کې ډيرې ستونزې شته او همدا لامل دى، چې د نورستان اکثره دولتي مامورين، د خيريه ټولنو استازې او د بيارغاونې د شرکتونو کارکوونکي پارون ته تګ اوراتګ نه شي کولاى.


ښاغلى بدر وايي، دوي څوځله د کونړ دولتي چارواکو اوقومې سپين ږير وته دغه ستونزه ياده کړي خو تر اوسه يي کومه په زړه پورې نتيجه نه ده ورکړي اودا د کونړ د مسولينو دنده ده، چې له لارې څخه وسلوال کسان پاڅوي، دا ځکه، چې چپه دره د کونړ خاوره ده او کوم ځايونه، چې نورستان پورې تړاولرې تر اوسه په کې د چا مال نه دى لوټ شوى اونه وسلوالوکسانوله خوا څوک تالاشي شوی دی.

د کونړ والي سيد فضل الله واحيدي هم د کونړ نورستان په لويه لاره کې د چپې درې ولسوالۍ په اړوندو سيموکې د امنيت د کمزورتيا خبره مني او وايي، چې د دغې سرک د پرانستلو او د مسافرو د امنيتي ستونزو د ختمولو د پاره يي د قومې مشرانو او ديني عالمانوګډه جرګه جوړه کړې ده.

هغه وويل، د دوی د زياتو هڅو اوپرله پسي غوښتنو پر اساس د کورنيو چارو وزارت ورته د پينځه سوو نوو پوليسو منظوري ورکړي، چې د دغو پوليسو څخه به سل تنه د جرګې ترڅنګ په چپه دره کې ځای پر ځاي کړي، څو امنيت ټینګ کړي.

د يادونې وړده، جې له تېرو دوه کالو څخه د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې د يوشمېر وسلوالو کسانو له خوا د نورستان مرکز ته تللې لاره وخت نا وخت د ترافيکو پر مخ تړل کيږي خو نه تر اوسه دولت پردي بريالي نه شو چې لاره له وسلولو څخه پاکه کړي اونه هم قومي مشران.
XS
SM
MD
LG