د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

شنبې، د نومبر ۲۱ مه نېټه


فایننشل ټایمز او ټایمز برتانیوي ورځپاڼو د افغانستان په ورسوتیو حالاتو مقالې خپرې کړي چې جان اقاالکوزي لوستي او مهم ټکي یې ترې راټول کړي دي .

په انګلستان کي خپریدونکي فایننشل ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کي یوه مقاله لیکلی او سرلیک یي ورکړی(ددي وخت رارسیدلی چي ښاغلی کرزی د خبرو په ځای عمل وکړي.) ورځپاڼه لیکي، ټول پوهیږو چي جمهور رییس حامد کرزی په خپلو خبرو کي تکړه دی او له لوړې وروسته وینا کي یي بیا هم د افغانستان حساسو ادارې، سیاسي ، پوځي ، امنیتي او ټولنیزو مسلو ته اشاره وکړه.

فایننشل ټایمز لیکي: په لویدیځ او په خاص ډول د امریکا په متحده ایالاتو کي خلک خبرو او عباراتو ته زیات پام نه کوي بلکه ټول منتظر دي چي جمهور رییس حامد کرزی به څنګه خپلې لفظي ژمني عملي کړي.

ورځپاڼه لیکي : حامد کرزی چي د دوهم ځلي لانجمنو انتخاباتو په جریان کي د جمهوري ریاست په څوکۍ ټاکل شوی، باید وښيې چي د لویدیځو مرسته کوونکو هیوادونو لپاره یو بااعتباره شریک او ملګری دی.

خو اعتبار او اعتماد یوازي په هغه حالت کي حاصلیداي شي چي د جمهور رییس کرزي حکومت د خپلو خلکو او نړیوالې ټولنې اړتیاوي پوره کړي.

فایننشل ټایمز وړاندي لیکي: د لویدیځو هیوادونو لپاره به نا ممکنه وی له داسي یوه حکومت سره چي په اداري فساد کي ښکیل وي، جګړه ماران او د نشه یي موادو کاروباریان پکي نفوذ ولري، خپلي همکارۍ ته دوام ورکړي .

ورځپاڼه لیکي: په افغانستان کي د اداری فساد او د خلکونارضایتۍ د شخړو له سترو علتونو څخه دي. پداسي یوه حالت کي چي طالبان ورځ تر بلې غښتلي کیږي نو لویدیځ نشي کولای له افغانستان نه پښي سپکي کړي.

فایننشل ټایمز لیکي: نړیواله ټولنه غواړي چي حامد کرزی دي په واک کي وي، خو ددی کار لپاره پوره وسایل او منابع نلري او که دا حالت بدل نشي نو پرمختګ به نا ممکن وی.

د انګلستان بلې ورځپاڼې ټایمز هم په وروستۍ ګڼې کي( د افغانانو دزړونو او فکرونو خپلول د افغانستان د جګړې د بري کونجي ده ) تر سرلیک لاندي یوه مقاله لیکلي او په یوې برخې کي یي راغلي:

شورویانو په افغانستان باندي د یرغل په مهال په منظم ډول ددي هیواد د اوبه خور سیستم او نورې اقتصادي زیربناوي له منځه یوړې.

د ورځپاڼې په باور: د طالبانو د رژیم په ړنیګدو سره چي د افغانستان د خلکو په ژوند کي یو نوی فصل پرانستل شو، ټول سترګي په لار وو چي دا ځل به یی په ژوند کي مثبت بدلون راځي اود تېرو دېرشو کلونو ورانۍ به بیا ورغولې شي.

له هغه وخت راهیسي ۹ کاله تېر شوي خو افغانان لا هم د بي وزلۍ له کچي ټیټ ژوند لري . افغانستان ته د بهرنیو مرستو په میلیاردونو ډالر راغلل خو ددي هیواد د اکثریت خلکو په ژوند کي د نظر وړ بدلون ندی راغلی. همدا دلیل دی چي افغانان نا هیلي شویدي.

ټایمز ورځپاڼه وړاندي لیکي: په هر هیواد، په خاص ډول د افغانستان په څير یوه هیواد کي د ستونزو په حل او د شخړو په مخنیوي کي د خلکو ونډه ډېره مهمه او ستره وي. که چیري خلک د حکومت او نړیوالې ټولنې له کارونو څخه راضي وي د وخت په تېرویدو سره ټولنه پخپله آرامیږي او که داسي نه وی نو د خلکو د نارضایتي له وجي دمخالفینولیکی قوی کیږي.

د ټایمز په باور: که چیري نړیواله ټولنه او جمهور رییس حامد کرزی د جمهوری ریاست په دوهمې دورې کي د خلکو زړونه او فکرونه خپل کړاي شي نو په حقیقت کي به یی د شخړو د کمښت په لور یو ستر ګام پورته کړی وي.
XS
SM
MD
LG