د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

ګیټس:موږ به د اوږدې مودې په مخه له افغانانو سره مرستې وکړو


د امریکا دفاع وزیر رابرټ ګیټس وایي، په افغانستان کې زموږ د عسکرو پاتې کیدل هلته له شرایطو سره ارتباط لري او متحده ایالات باید د هغو تړونو سخته څارنه وکړي چې د افغانستان د بیا رغاونې لپاره کیږي.

رابرټ ګیټس څرګنده کړه چې دا به په افغانستان کې د اداري فساد د مخنوي لپاره لومړی ګام وي.

ښاغلي ګیټس زیاته کړه چې په افغانستان کې د نړیوالو له حضور سره د مرستو لپاره ډیر تړونونه وشول نو اوس د پیل لپاره زما په فکر باید له هغه ټکي راشروع کړو چې موږ چکونه لاسلیک کړې دي.

حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه چې د افغانستان د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کړل ژمنه یې وکړه چې له اداري فساد سره به مبارزه وکړي او په راتلونکو پنځو کلونو کې به د افغانستان امنیتي چارې افغان ځواکونه په غاړه واخلي. خو امریکایي چارواکي غواړي چې حامد کرزی باید د اداري فساد د مخنوي لپاره جدي عملي هڅې وکړي څو د افغانستان دننه او بهر خلک قانع کړي.

د امریکا د کانګرس د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي د جمعې په ورځ حامد کرزی د امریکا لپاره یو بې اهمیته شریک وباله چې د دې په وینا په دې نه ارزي چې امریکا دې د هغه لپاره افغانستان ته نور پوځیان واستوي یا دې ملکي مرستې وکړي.

د امریکا ولسمشر هم ویلي دي چې هیله لري د افغانستان پوځي ماموریت به د امریکا بل ولسمشر ته پرې نه ږدي. خو رابرټ ګیټس له افغانستانه د خپلو عسکرو د وتلو په اړه د جمعې په ورځ غوڅه خبره ونه کړه، ده وویل، د پوځیانو د وتلو مساله له دې سره ارتباط لري چې هلته پر مځکه حالات کوم لور ته روان دي. رابرټ ګیټس بیا زیاته کړه، کله چې عسکر هم له افغانستانه وباسو امریکا او نور متحدین به یې بیا هم په افغانستان کې غښتلی ملکي حضور ولري څو افغان حکومت تقویه شي او د افغانستان اقتصاد د اوږدې مودې په مخه په پښو ودریږي.

د امریکا دفاع وزیر بیا له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو کال ته اشاره وکړه او ویې ویل، موږ به بیا د نولس سوه نهه اتیایم کال په څېر ونه کړو چې افغانستان ته شا کړو.
XS
SM
MD
LG