د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

ولسمشراوباما له چینايي چارواکو سره خبرې کوي


ښاغلي اوباما ته د چین ولسمشرهرکلی وايي
ښاغلي اوباما ته د چین ولسمشرهرکلی وايي
د امریکا ولسمشر بارک اوباما په پیکېنګ کې د چېن د جمهور ریس هوجن تاو او ددې هیواد له نورو مشرانو سره خبری کوي
د دوو هیوادنو تر منځ تجارتي مسایل تر ټولو زیات د اختلاف وړ دي . ښاغلی اوباما به د سه شنبی په ورځ د چېن له جمهور ریس هوجن تاو څخه وغواړی چې د چېن د پیسی یوان ارزښت لوړ وخیژوی تر څو د دوو هیوادنو تر منځ په تجارتي اړیکو کې موازنه تر لاسه شي .

د سبتمبر په میاشت کې د دوو هیوادنو تر منځ د تجارتي اموالو د تبادلې کسر دوویشت میلیاردو ډآلرو ته ورسید. واشنګتن له ډیری مودې راهیسې دا ګیله لري چې پیکېنګ په مصنوعي توګه د یوان ارزښت ښکته ساتي تر څو په دې توګه د چېني محصولاتو بیه په نړیوالو بازارونو کې ښکته پاتې شي خو پیکېنګ دغه ادعا ردوي.

مخکې له دې چې اوباما چېن ته ورسیږي د چېن د سوداګرۍ د وزارت ویاند یاوجیان د متحده ایالاتو دغه غوښتنه غیر منصفانه وبلله . ښاغلی یاو وویل واشنګتن په خپله د ډالر بیه ډیره ټیټه وساتله تر څو په نړیوالو بازارونو کې د امریکایي محصولاتو بیه ټیټه وساتي .

خو له نورو هیوادنو بیا غواړي چې د خپلو اسعارو بیه لوړه کړي . ښاغلی یاو متحده ایالات په دې هم تورن کړ چې په ناڅاپي توګه د پروتکشنیزم یا د خپلو محصولاتو له ساتنې څخه استفاده وکړه . د ښاغلی یاو مقصد له دې تور څخه دا دی چې متحده ایالاتو پر چېني تایرونو او اوسپنې باندې لوړه تعرفه و ټاکله .

د امریکا جمهور ریس اباما په شانګهای کې یعني مخکې له دې چې پیکنګ ته سفر وکړې چېنایې محصلینو ته خپل د سفر مقصد داسی په ګوته کړ .
زما د سفر اصلی هدف د چېن په هکله د خپلې پوهاوۍ زیاتول او دا دی چې په راتلونکې کې له دې هیواد سره څه ډول اړیکې وساتل شي . ما تر اوسه پوری د جمهور ریس هوجن تاو سره څو واره کتلي دي مونږ د شلو صنعتي هیوادنو د مشرانو په غونډه کې چې د مالی بحران د څیړلو لپاره جوړه شوې وه ګډون وکړ. مونږ د زیاتو مسلو په اړه مشورې وکړي خو زما په فکر دا متحده ایالاتو لپاره ډیره مهمه ده چې په دوامداره توګه خپله پوهاوی له چېن څخه زیاته کړې او دا د چېن لپاره هم مهمه ده چې خپله پوهاوي د متحده ایالاتو څخه اوچته کړي .

ښاغلي اوباما زیاته کړه متحده ایالات نه غواړي چې د چېن د پرمختګ مخنیوی وکړی بر عکس متحده ایالات غواړی چې په نړیواله ټولنه کې چېن دیوه پیاوړي او بریالي غړي په توګه څرګند شي .

د ا فکر چې مونږ باید له ازله یو د بل رقیبان واوسو سم نه دی . په خاصه توګه که مونږ خپل تاریخ ته کتنه وکړو . حقیقت دا دی چې زمونږ د همکاریو له کبله هم متحده ایالات او هم چېن نن په رفاه او امنیت کې ژوند کوی . مونږ ولیدل چې مونږ څنګه کولی شو چې د خپلو ګډو ګټو لپاره بیلابیلی ساحې ځانګړی کړو او یو له بل سر ه د متقابل درناوی په چوکاټ کې همکاری وکړو .

چېنایی محصلینو ته ښاغلی اوباما همداشان د بشري حقونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د چېنایانو په شمول ټول انسانان د ازاد بیان ، د دین د ازدۍ او معلوماتو د ازادۍ د لرلو حق لري .
XS
SM
MD
LG