د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۲۶

دوشنبه د لړم ۲۵ مه


اراده:

دې خپلواكې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې د افغانستان په اړه د اسلامي هيوادونو د كانفرانس په دريځ تبصره كړې او ليكلي، كه څه هم دغه كانفرانس د اوس لپاره چوپتيا غوره كړې، خو كولی شي په خپلو هلو ځلو سره په افغانستان كې شته ستونزې هوارې كړي.

ورځپاڼې د همدې مخ په يو بل مطلب كې په افغانستان كې له زندانيانو سره د امريكا د چلند په اړه د بشري حقوقو د ادارو انتقاد راخستې او په عينې حال كې غوښتې دي، چې امريكا بايد د افغان بنديانو په اړه خپله تګلاره سمه كړي.

ورځپاڼې په دوام كې د بشر د حقوقو د دريو نړيوالو ادارو دا غوښتنه هم راخستې، چې په افغانستان كې بايد د افغانستان قوانين پلي شي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د ښوونكو ستونزې څيړلې او د پوهنې د وزارت وروستي اقدام ته په اشارې دا پوښتنه كړې، چې ايا دا ځلې به په رښتيا هم د ښوونكو معاشونه لوړ شي.

هېواد:

دې دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د اداري فساد پر ضد د مبارزې او د نوي حكومت په اړه د نړيوالو غوښتنو ته په اشارې ليكلي، چې لومړې بايد له شتو ستونزو سره د چلند لارې چارې ولټولی شي.

ورځپاڼې په يو بل څېړنيز مطلب كې په افغانستان كې د تېرو اتو كلونو پېښو ته كتنه كړې او ليكلي، چې د ځينو ستونزو په وړاندې افغانان او نړيواله ټولنه ګډ مسووليت لري.

ورځپاڼې افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو د اغيزمن تيا په اړه د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت د وياند وروستۍ څرګندونې د امريكايانو له پلمې يو ډول استفاده بللې او ليكلي، چې روسيه په افغانستان كې د امريكا پوځي حضور نه خوښوي.

ويسا:

د خپل لومړي مخ په سر كې له ولسمشر كرزي سره د امريكا د اوسنۍ ادارې د ځينو چارواكو اختلافاتو ته په اشارې ليكلي، چې اوس امريكا غواړي افغانستان په لسو امنيتي ټاپوګانو وويشي.

خو ورځپاڼې په دوام كې د الجزيرې د ټلويويزني چينل په حواله ليكلي، چې ولسمشر كرزی به هيڅ كله هم دغه پلان و نه مني او د هغه مرسته نه وي په ولايتي چارواكو څه نه كيږي.

دې ورځپاڼې هم په يو مطلب كې له افغان بنديانو سره د امريكا په اوسني چلند انتقاد كړې او د بشر د حقوقو د ادارو په حواله ليكلي، چې ملكي وكيلانو ته اجازه نه وركولې كيږي، چې د بګرام د زندان حالت وڅيړي.

ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې له طالبانو سره د افغان دولت او امريكا د خبرو په امكان تبصره كړې او په دې ترڅ كې د افغانستان په امنيتي وضعې د هغې اغيزې څيړلې دي.

هشت صبح:

دې نا دولتي ورځپاڼې په يو مطلب كې په فساد د تورنو ځينو پخوانيو چارواكو د نومونو د رسوا كولو لپاره د لوى څارنوالۍ په وروستي اقدام انتقاد كړې او ليكلي، چې دا د فساد د عاملانو د وركولو يوه هڅه ده.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د امريكا د بهرنيو چارو د وزيرى په وروستيو څرګندونو تبصره كړې او ليكلي، چې د امريكا هدف د القاعده او د هغې د افراطي متحدينو ماتې ده.

ورځپاڼې په يو بل مطلب كې د افغانستان په اړه د ايران په سياستونو تبصره كړې او ليكلي، چې دغه هېواد له اسلام قلعه نه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دروازه ده د نفوس د يوى نقطې په توګه كار اخلي.

اصلاح او انيس:

دغو دولتي ورځپاڼو هم په بېلا بېلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي دي.

انيس په خپله سرمقاله كې له اوسني بهير نه د خلكو د ملاتړ په اړه د يوې سروې په نتايجو تبصره كړې او ليكلي، چې په سلو كې اويا خلك له اوسني بهير نه خوښ او د هغې ملاتړ كوي.

خو اصلاح بيا په افغانستان كې په شتو امنيتي ستونزو تبصره كړې او د هغې د هواري غوره لار يې د افغان امنيتي ځواكونو روزل بللې.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ كې د فرانسې د خبري اژانس په حواله ليكلي، چې حامد كرزى خپل حكومت له جګړه مارانو څخه نه شي پاكولې.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، ښاغلې كرزى غواړي، چې په خپل هېواد كې د اداري فساد ريښې وچې كړي، خو د هغه په حكومت كې د جګړه مارانو موجوديت كولی شي دی د اداري فساد پر ضد د مبارزې په برخه كې له زياتو ستونزو سره مخ كړي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د ترهګرۍ په خلاف روانې مبارزې ته كتنه كړې او په دې ترڅ كې شتو نيمګړتياو ته په اشارې ليكلي، تر هغو، چې د افغانانو هيلې پوره نه شي دا مبارزه نه شي بريالی كيدلی.
XS
SM
MD
LG