د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۰

ايا کرزی به اداري فساد ورک کړي؟


دامریکا دمتحده ایالاتو د بهرنیو چارووزیره هیلري کلینټن وایي چې په اداري فساد د تورنو افغان چارواکوپه اړه باید یوه خپلواک تحقیقاتی کمیسیون جوړشي.

هیلري کلینټن د جرمني دیر شپیګل مجلې سره په مرکه کې ویلي چې موږ باید له افغان حکومت څخه د ډیر شي غوښتنه وکړو ځکه زموږ دملي امنیت ګټې دا ایجابوی چې خپل شریک مو دافغانستان حکومت دښی ادارې کولو ژمنه پرځای کړي.

نوموړی زیاته کړه دغه خپلواک کمیسیون باید ددې قدرت ولري چې د فاسدو چارواکو نومونه په ډاګه کړي.

هیلیری کلینټن وویل امریکایي ځواکونه نیت نه لري چې په افغانستان کې داوږدې مودې لپاره پاتې شي بلکې کله چې په دې هیواد کې القاعده ماته شي او داسې شرایط رامینځ ته شي چې افغان حکومت په خپله له هیواده د دفاع کولو جوګه شي، نوبه دا ځواکونه له دې هیواده ووځي.

په همدې حال کې فرانسپرس اژانس په یوه تحلیلی مطلب کی دامسله څیړلی چی افغان ولسمشر ښایي له خپل حکومته یوڅه د اداري فساد جرړی وباسي خوخپل حکومت له جګړه مارانوڅخه نه شی پاکولای.


ددې اژانس په وینا دافغانستان ولسمشر حامد کرزی ښایي ووایي چې حکومت یې کولای شي اداری فساد له مینځه یوسی او فاسد چارواکي له دندو لرې کړي خوکه نوموړی ددې ژمنه کوي چې له خپل حکومته به د جګړه مارانو جرړی باسي، نوبه ونشی کولای داژمنه پوره کاندي.

فراسپرس خبری اژانس لیکی یوهیواد چی اداره یی کمزوری او ملاتړ ته اړتیا لری اودغه راز دادارو واک پرجګړه مارانواو ځورواکانو څرخي نو کرزی چی د همدغو د قدرت د ملکانو په واسطه د جمهوری ریاست ترماڼۍ پورې رسیدلی، نشی کولای د هغوی له شره ځان خلاص کړي.

لویدیځ متحدین چې دی هیواد ته د وسلوالو طالبانو پرضد د په زرګونو نورو عسکرو دلیږلو په اړه غور کوي، او ورسره سم ددی جګړی پرضد د کورنیو مخالفتونو ددفع کولو کوښښ کوي، له افغان ولسمشر څخه داداري فساد د له منیځه وړلواو هم د فاسدو چارواکو د نیولو لپاره د کوټلو اقداماتو غوښتنه کوي.

خو فرانس پريس لیکي دغه په اداري فساد ککړ چارواکي هاغه خلک دي چې کولای شي کرزي ته په دویمه دوره کې چې داسد د نه ویشتمې نیټې په لانجمنو انتخاباتو کې یې ددرغلۍ په خاطراعتبار او حیثیت ته زیان رسیدلی، کورنی ستر مشکلات رامینځ ته کړي.

په پاریس کی د نړیوالو مطالعاتود تحقیقاتی مرکز څیړونکې مریم ابو زحاب وایی ښایی کرزی په محدود ډول اداري فساد له مینځه یوسي ځکه ټول سیسټم په اداري فساد ولاړ دی.

کرزی دانتخاباتو د کمیسیون له خوا د جمهورریس په توګه له اعلانیدو وروسته په لومړنۍ خبری کنفرانس کی ژمنه وکړه چې داداري فساد تور داغ به ورکوي.

دامریکا د ولسمشر بارک اوباما په ګډون د نړۍ د یوشمیر مشرانو د فشار په نتیجه کې کرزي له امریکایي رسنیو سره په پرلپسی مرکو کې داومنله چی په اداري فساد تورن چارواکي به له خپلو دندو لرې کوي.

کرزی به خپله نوې کابینه ترهغو پورې چې لوړه یې نه وي پرځای کړي، اعلان نه کړی. نوموړی په پام کې ده چې د عقرب په ۲۸ نیټه د جمهوري ریاست ددویمی دورې لوړه وکړي.

د کارپوهانو په وینا کله چی مشهور جګړه مار عبدالرشید دوستم له انتخاباتو یوازې څو ورځې مخکې بیرته کابل ته ستون شو څوخپل ازبک پلویان دې ته وهڅوي چی کرزي ته رایې ورکړي، دا یو شوم حرکت وو.

دوی له دغه راتګ څخه داسې استنباط کوي چې دوستم چی په خپل سیال د حملی وروسته ترکیی ته مهاجر کړی شوی وو، ښایی په عوض کې ده اویا هم نژدی ملاتړو ته یی په دولت کی د دندو ورکولو وعده شوي وي.

د هغه یوه ویاند جنرال کریم زاده فرانس پريس خبري اژانس ته وویل چی اوس په دی هکله نه غواړي څه ووایي او زیاته یې کړه چی دوی به په دی اړه ډیر ژر یو خبری کنفراس راوغواړی.

په پاریس کې د نړیوالو مطالعاتود تحقیقاتي مرکز څیړونکې مریم ابو زحاب وایی ددوستم بیرته ستنیدل ښه فال نه دی ځکه تاسوبه هیڅکله هم یقین ونکړی چی دوستم یا مارشال فهیم به یوه ورځ ونیول شی.

مارشال محمد قسیم فهیم چی دشمال ټلوالې ډلې مهم قوماندان او په جنګي جرمونو تورن دی، کرزی دخپل لومړی مرستیال په توګه غوره کړی. دی انتخاب د نړیوالو اندیښنې زیاتې کړي دي.

دامریکا د ملی امنیت دشورا پخوانی غړی هیلری لی ویرت هغه له بشری حقونو څخه په سرغړونو او دمخدره موادو په قاچاق کی په لاس لرلو او حتی له القاعده سره د خپل سیاسی مشراحمدشاه مسعود په وژلو کی په لاس لرلو تورنوي.

احمد شاه مسعود د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱حملې دوه ورځې مخکې د ټلویزیون د خبریالانو په جامه کی ددو تروریستانو له خوا ووژل شو.

فرانس پرس لیکي دافغانستان په جنوبي ولایت کندهار کې چې د ناټو ځواکونه له وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دي، د کرزي ځوان او لانجمن ورور احمد ولی کرزی چی دولایتی شورا مشر دی حکومت چلوی.

لویدیځ ډیپلوماتان وایي، ولي کرزی په زوره خلک خپلو ملکیتونو پلورلو ته اړباسي، خصوصی سکتورباندی نفوذ لري او بله هم د مخدره موادو مسله ده چی داداري فساد اساس ګڼل کیږی.

دامریکا خبري رسنیو د جمهورریس ورور د مخدره موادو په قاچاق کې په لاس لرلو تورن کړی خوهغه دا تورونه ردوی.

فرانسپريس اژانس لیکي کله مو چې هڅه وکړه د دغو تورونو په اړه د کرزي نظر واخلو نو هغه راته وویل چی په نیویارک کی مدافع وکیلانو یې ورته ویلي چې په دې اړه له رسنیو سره خبرې ونه کړي.

یوه لویدیځ کارپوه دخپل نوم د نه ښودلو په شرط فرانسپرس ته ویلي چې د ننګرهار والی ګل اغا شیرزی چې غوښتل یی داسد دنهه ویشتمی نیټی د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی ځان کاندید کړي، په ارګ کې له کرزي سره له یوې خصوصي کتنې وروسته له خپلې کاندیدۍ په دې خاطر تیرشوچی کرزي ورته په راتلونکې کابینه کې دوزارت د څوکۍ ژمنه ورکړې ده.

دفرانسپرس په وینا شیرزی هم د مخدره موادو په کاروبارکې په لاس لرلو تورن دی.

په افغانستان کی داداری فساد پرضد د مبارزې دعالي ادارې مشرلورینځو دیلیسګوس وایي ډیرمقامونه دې چې پلورل شوي یا اخیستل شوي دي.

ښاغلی دیلیسګوس دې اژانس ته ویلي دا ډيره مشکله ده چې د دې ادعا لپاره کره شواهد وړاندې شی خودده په وینا یوشی چی واضح ده، هغه داچی د افغانستان په دولت کې خپلوي پالنه ډېره ده او کارونه په کې دوفاداری پر اساس ورکول کیږی او همداوفاداری اشخاص ترهر مقامه چې یې غوښتي وي، رسولی شي.
XS
SM
MD
LG