د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۴۱

د کابل د سیند د پاکولو چارې پیل شوې


افغان کارګران د کابل د سیند په پاکولو کې بوخت دي
دا هغه كارګران دی چې د ساده لاسي وسایلو په وسیله د کابل سیند باکوي.

د غه كارګران د كابل د سيند د شاوخوا هټۍ والوپه وسيله د كلونو كلونو اچول شوې خاورې خزلې په كراچيو كې باروي او وروسته تر دې، چې د سيند له اوچتو دېوالو څخه يې پورې باسي، په موټرو كې يې باروي او د كابل ختيځ لور د پلچرخي په سيمه كې يي په شاړو ځمكو كې ښخوي.
د کابل سیند پاکیږي


د كابل د سيند د پاكولو پر مهال د پاملرنې د ادارې انجنيير معراج الدين له كابل ښاريانو وغوښتل، چې د خپلي روغتيا ساتنې لپاره دې د دغې سیند د پاكۍ خيال وساتي، خو هغه وويل، چې د دغې سيند د پاكولو له پېل څخه تر پايه ۵۰۰۰ كارګرانو ته د كار وركولو زمينه برابره شوی ده:

"د اکتوبر د شلمې نېټې راپه دې خوا د دغه سیند پاکول پیل شوی موږ په درې برخو کې کار کوو لمړی د زاړه مکرویانو نه په پیل تر پل سوخته پورې دوام لري، یوازې د دې یوې برخې مسولیت زموږ پر غاړه دی او ۱۱۰۰کارګر کارکوي."

ويل كيږي، چې د دغې سنيد په پاكېدو د امريكي د پراختيايي ادارې له لوري ۳ ميليونه ډالره لګيږي.

د سيند پاكونكي كارګران ځوانان او يو شمېر سپين ږيري دې، چې په خاورو ككړ له سهار څخه تر مازديګر كاركوي او وايي، چې ډير ژربه په دغه سيند كې د خړو او بو پر ځای رڼې اوبه وبهيږي:

"موږ په ساده وسیلو لکه بېل او کلنګ باندې کارکوو ، موږ ته د ورځې ۳۰۰ افغانۍ هم راکول کیږي."

كابل يو له هغو ښارونو څخه ګڼل كيږي، چې ويل كيږي د هوا او سيمي ككړ والي يي ساري نه لري.

چاپيريال ته د خلكو نه پاملرنه او د كابل ښاروالي كمزورۍ فعاليت د هغې اصلي لامل ګڼل كيږي.
د کابل سیند د یو اس ای ډي په مالي مرسته پاکیږي


د كابل سيند د دې پرځاي، چې ښار ته ښكلا وروبخښي په يوې ښاري كثافت دانې بدل شوی، چې د خړواوبو واړه ډڼډونكي يې په دوبي كې د له خاورو خزلو او پلاستيكونو او په ژمي كې له خټو ډك وي.

په كابل كې د يوه خصوصي شركت كارونكي جان اغا وايي، چې د سيند پاكول خو ښه كاردی خو كه وروسته تر دې د ښار هټۍ وال خپلې خاورې خزلې بيرته په دغې سيند كې وا نه چوي:

"هېواد وال او دوکانداران د باید دا سیند پاک وساتي او خپلې خاورې خزلی په دې سیند کې وانه چوي او هم باید ښاروالۍ کثافت داني ورته جوړه کړي چې خلک وکولای شي خپل کثافات په هغه کثافت دانۍ کې واچوي."

د كابل د ښار په زړه كې پخوانيو ودانيو د كابل سيند ته داسې ښكلا ور بخښلې، چې هر ليدونكۍ يې د كابل د زاړه ښار د كيسو په ياد لويږي خو كه د سيند ته نظر واچول شي نو كله، چې د كارګرانو په وسيله د راټولو شويو خاورو خزلو غوڼدېو ته وكتل شي نو انسان ته دا فكر ورلويږي، چې بي له بيلډوزرونو او نورو وسايلو څخه به په سمه توګه د دغې سيند پاكول ګران كاروي.
XS
SM
MD
LG