د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۲

په جرمني کې يو قاتل محاکمه شو


د الشربيني قاتل چې کله محاکمې ته راحاضر کړل شو، خپل مخ يې پوښلى و
د الشربيني قاتل چې کله محاکمې ته راحاضر کړل شو، خپل مخ يې پوښلى و
پرون د جرمني يوې محکمې د يوې داسې مېرمنې قاتل محاکمه کړ، چې حجاب يې پر سر کاوه او اميندواره وه، هغې ته په ځينو خپرونو کې د حجاب د شهيدې خطاب شوى دى، د دې مېرمنې قاتل د محکمې له خوا په ابدي بند محکوم شوى دى، په دې اړه د ازادۍ راډيو د خبر مرکزي څانګه رپوټ لري چې لنډيز يې دلته اورئ

پرون د جرمني په ډرزډن ښار کې يوې محکمې په روسيه کې زېږېدلى سړى د يوې اميندوارې مصرۍ ښځې د وژنې په تور په دايمي بند محکم کړ.

د جولاى پر ٣١مه، اته ويشت کلن الکساندر وينز، د محاکمې تر پيل مخکې مصرۍ فارمسسټه مروه الشربيني په ناڅاپي خو وحشيانه ډول ووژله.

دې پېښې په جرمني کې لويه غوغا جوړه کړه او د نړۍ په کچه له مهمو خبرونو څخه يو همدغه خبر و، په مصر او نورو اسلامي هېوادونو کې په دې اړه بېلابېل عکس العملونه راوپارېدل. زياتو کسانو دا ويل، مروه الشربيني د دې لپاره ووژل شوه چې اسلامي حجاب يې پر سر کړى و.

وينز پر هغې د چړې شپاړس ګوزارونه وکړل، دوى يو کال مخکې هم د ډرېزن ښار د لوبو په ميدان کې شخړه کړې وه، چې خلکو يې د غالمغال ږغ اورېدلى و.

دوى تصادفاً په هغه ځاى کې بيا سره مخ شول، مېرمنې الشربني له وينز څخه هيله وکړه چې د هغې ماشوم ته دې په زانګو کې د لوبو اجازه ورکړي. خو وينز اول لفظي تېرى وکړ، هغې ته يې د بدکارې او ټروريستې خطاب وکړ.
الکساندر وينز له مېرمن مروه الشربني سره څو څو ځلې لفظي شخړه هم کړې وه

له وينز سره اتلس سانتي متره چاقو و، چې پر مېرمن الشېربني يې بريد وکړ، د هغې د درېيو ماشتو ماشوم په نس و.

د الشربني خاوند الوې اوکاز چې په جرمني کې د نسل پوهنې يو محقق دى، کله چې يې کوښښ کاوه خپله مېرمن وژغوري، تصادفاً د امنيتي ځواکونو له خوا پر پښه په ډزو ولګېد، سرتېرو فکر کاوه دى هغه څوک دى چې غواړي مېرمن الشربيني ووژني. خو دا لا معلومه نه ده چې دى به بيا په خپله پښه د تګ چانس پيدا کړي که نه.

الکساندر وينز محکمې ته په داسې حال کې راڅرګند شو، چې د سکي ماسک يې غوستى و او خړې عينکې يې پر سترګو کړې وې، چې مخ يې ښه پټ وي.

دغه پېښه په مصر او نورو اسلامي هېوادونو کې په جدي ډول څارل کېږي، دوى دې قضيې ته په پام سره فکر کوي جرمني او اروپايان د اسلام په وړاندې زغم نه لري. مصري خپرونو مېرمن الشربيني د حجاب د شهيدې په توګه ياده کړې ده.

په مصر او ايران کې د جرمني د سفارتونو په وړاندې مظاهرې هم وشوې، مظاهره چيانو ويل دوى د جرمني چارواکو د دې خاموش عکس العمل له کبله په غوسه دي.

تر دې پېښې يوه ورځ وروسته د جرمني صدراعظمې انګېرلا مېرکل د مصر جمهور رئيس حسني مبارک ته خپله خواخوږي څرګنده کړه، خو په عامه يې څه نه دي ويلي.
XS
SM
MD
LG