د افغانستان د مالې وزير وزارت وايي، چې دغه مرسته به په يوې ډيرې مهمې پروژې يعنې د اوبو لګولو د سيستم په بيارغونې ولګول شي.
د افغانستان د ماليې وزير محمد عمر زاخيلوال.، چې د چهارشنبې په ورځ يې په كابل كې د دغه تړون د لاسليكولو په غونډه كې خبريالانو ته خبرې كولې وويل، چې د دغه دوه نوي عشاريه اته مليون ډالرو مرستې په سلو كې درې نوي مرسته د اسيا د پراختيايي بانك له خوا شوې ده او پاتې نوره د انګليستان هېواد مرسته ده.
ښاغلي زاخيلوال د دغې مرستې د لګولو د پروسې په اړه وويل:
"زه غواړم، په تفصيل سره تاسې ته ووايم ، ۳۴،۳ مليونه به يې د بلخ پروژو ته وركړل شي، ۲۵ مليونه يې ننګرهار ته، ۱۲،۱ مليونه يې د امو سيند د غاړو د جوړونې لپاره، ۹،۳ مليونه به يې د دوو وزارتونو د ظرفيتونو د لوړولو لپاره ۳،۳ مليونه يې د هلمند د پروژې د ماسټر پلان لپاره او ۸،۸ مليونه به هم د احتياط لپاره وساتل شي."
ښاغلي زاخيلوال دغه شان وويل، چې دغه مرسته د درې سوو درې عشاريه درې مليونو ډالرو مرستې لومړۍ برخه ده، چې د راتلونكو لسو كلونو لپاره د افغانستان د اوبو لګونې د سيستم د بيا رغاونې لپاره په پام كې نيول شوې ده.
د افغانستان د كرنې ، مالدارۍ او اوبو لګولو وزير اصف رحيمي دغې خبري غونډې ته وويل، چې د دغې پروژې عملي كار، چې راتلونكى كال به پيل شي د كرنې د سكتور په برخه كې به ګټور رول ولوبوي.
دغه شان په كابل كې د اسيا د پراختيايي بانك ريس كرك استفنسن خبريالانو ته وويل، چې د دغه بانك زياته برخه مرسته د افغانستان د بنسټونو د جوړولو په برخه كې ده:
"موږ پوهيږو، چې په افغانستان كې د كرنې سكتور د دغه هېواد په اقتصاد كې ډير مهم رول لري او موږ تر خپله وسه د اوبو لګونې د سيستم په ګډون د افغانستان د بنسټونو په جوړولو كې مرسته كوو، هيله من يو دغه پروژه په ګټوره توګه پلې شي."
د افغانستان د اوبولګونې د سيستم د بيا رغاونې په برخه كې د مرستو لومړۍ برخه په داسې حال كې دغه هېواد ته وركول كيږي، چې ګڼ شمېر كرنيزې مځكې د اوبو لګولو د سيستم د نه شتون له امله شاړې پاتې دي.
د چارو كارپوهان وايي، چې په افغانستان كې د اوبو لګونې د سيستم په بيارغاونې سره به د افغانستان د كرنې او اقتصاد سكتورونه هم وده وكړې.