ځینی کارپوهان او افغانان په دې نظر دي چی په افغانستان کي د ادارې فساد ، د بهرنیو موسسو د جګو معاشونو او بې ځایه لګښتونو له وجې د مرستي پیسي په اصلي کارونو نه دي لګیدلي او د افغانانو په اقتصادي او ټولنیز ژوند کې یې ستر اغیز نه لیدل کیږي.
خو امریکایي چارواکي وایي له دې وروسته به د خپلو مرستو جدي حساب کتاب کوي.
د افغانستان د بیا رغووني لپاره د امریکا د پلټونکې ډلې مشر متقاعد ډګر جنرال ارنولد فیلډز د سې شنبې په ورځ وویل، د افغانستان د مرستو لپاره دمسولیتونو د زیاتولو اړتیا ده په خاص ډول دا مهال چې د جمهور رییس بارک اوباما اداره غواړي د افغانستان ارګانونو ته مرستي نورې هم زیاتي کړي.
متقاعد جنرال فیلډز ددې پوښتني په ځواب کې چې له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې افغانستان ته د امریکا مرستې څه ډول لګول شوي ، وویل:
(( فکر کوم دا به پر ځاي وي چې دې مرستو ته د غیر منظمو او ګډوډو مرستو نوم ورکړو. په افغانستان کي د اداری فساد مسله مهمه ده او باید چاره یې وشي. ))
د افغانستان د بیا رغووني د پلټنې اداره د امریکا کانګرس جوړه کړې تر څو په دې هیواد کې د مرستود پیسو د لګښت څار وکړي.
دا اداره ۵۷ غړي لري او شاوخوا نیمایي کسان یې په افغانستان کې کار کوي.
دا اداره غواړي په راتلونکې عیسوي کال کې د خپلو مامورینو شمېر دوه برابره کړي.
د افغانستان د بیار غووني د پلټنې د ادارې مشر متقاعد جنرال فییلډز وایي، که چېري مونږ څوک پیدا کړو چې د امریکاییانو د زحمت پیسي بي ځایه لګوي ، ناوړه ګټه ترې اخلي او درغلۍ په کې کوي، نو وبه یي نیسو.
دوه تنه افغانان چی د امریکا تابعیت لري او په لوګر ولایت کې یې د سړکونو د رغوولو په پروژې کې یوه امریکایي پوځي ته په رشوت ورکولو اعتراف کړی، د جمعې په ورځ به د محکمې له خوا محکوم شي.
د امریکا د فيډرالي استخباراتود ادارې یا FBI ساحوي مامور ریمونډ دینونزیو وايي، ددي کسانو د رشوت پروژه شاوخوا دري میلونه ډالره وه.
دوي قراردادیانو ته د امریکا په بانکي حسابونو پیسي انتقال کړي، د هغوي کورونو ته یي لکس موټر او نور شیان رسولي دي. ریمونډ وایي، په افغانستان کي دی په پنځوسو دوسیو کار کوي چي یو پر دریمه یي د قراردادیانو د اختلاس دوسيې دي.
د افغانستان د بیا رغوونې د پلټنې اداره وایي افغانستان ته د امریکا د څلویښت میلیاردو ډالرو څخه ۱۸ اعشاریه ۶ میلیارده ډالره یې د افغانستان د ملی پوځ او پولیسو په روزنې او تجهیز لګول شوي دي.
امریکایی چارواکي وايي د عراق په څېر افغانستان ته د مرستو زیاته برخه د پرژو په امنیت لګول کیږي او په ځینو مواردو کې دا رقم په سلو کي دیرشو او څلویښتو ته رسیږي.