د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

پاکستاني پوځ وايي له طالبانو څخه یې یوه مهم سیمه نېولې ده


پاکستاني چارواکي وايي، د دې هېواد پوځ پرون د جنوبي وزیرستان مهمه سیمه مکين د طالبانو له ولکې اېستلې ده.

په جنوبي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ عملیات د تلې په ۲۵مه په دې مقصد پیل شول چې له دې سیمې څخه د طالبانو جرړې وباسي. دا عملیات د امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو تر څارنې لاندې کېږي، ځکه لویدیځ دا سیمه د افراطي وسله والو ډلو ځاله ګڼي.

د پاکستان پوځ له دریو اړخونو پر جنوبي وزیرستان بریدونه پیل کړي او د پرمختګ په حال کې دي. پوځي چارواکي وايي، پاکستاني سرتېري اوس د مکین سیمې ته چې د طالبانو مهم سنګر بلل کېږي، ننوتي دي.

رویټرز خبري آژانس د پاکستاني پوځ د یوه جګپوړي مقام په حواله لیکي چې وايي، پوځ مکین ته د ننوتو پرمهال له ډېر مقاومت سره مخامخ نشو.

دا مقام چې د خپل نوم له اخیستو يې ډډه کړې وايي چې پوځ اوس په دې سیمه کې د ماینونو او ځای پرځای شویو بمونو د شنډولو په حال کې، او مخ پر وړاندې روان دی.

یوه بل استخباراتي مقام ویلي دي چې له پوځ سره په نښتو کې اوه تنه وسله وال په هغه سیمه کې وژل شوي چې د طالبانو مشر بیت الله مسود د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.

خپلواکو سرچینو د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې نه دي تایید کړي، ځکه چې خبریالان دې سیمې ته د تلو اجازه نلري.

د پاکستان حکومت د دې سیمې افراطي وسله وال په دې هېواد کې د وروستیو حملو مسوول ګڼي. د دې حملو په وروستۍ لړۍ کې، وسله والو په اسلام آباد کې پر یوه موټر ډزې کړي چې په نتیجه کې يې د پوځ یو لوامشر او د هغه ډرېور ټپیان شوي دي.

د ډان ټلویزیون د راپور له مخې دې لوامشر د پاکستان د پوځي استخباراتو په اداره کې کار کاوه. د تلې په دېرشمه په یوه ورته حمله کې یوبل پوځي لوامشر او د هغه ډرېور ووژل شول.

د یوه بل خبر له مخې، پاکستاني پولیسو دوه کسان چې دوی وايي وسله وال مخالفین وو، وروسته له هغه ووژل چې خپل موټر يې په مانسهره کې د تلاشۍ په پوسته کې ونه دراوه.

په دې پېښه کې دوه پولیسان هم ټپیان شوي دي. د پولیسو یوه مقام وویل چې د وژل شویو وسله والو په موټر کې يې انتحاري واسکټونه او مهمات ترلاسه کړل.
XS
SM
MD
LG