د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۳۵

پر اداري فساد خبرې کېږي


د دې اوونۍ په دې پروګرام کې پر اداري فساد او د دې ستونزې د مخنیوي پرلارو چارو له خپلو مېلمنو سره خبرې کوو.
په تېرو څو ورځو کې د افغانستان نړیوال متحدان بیا بیا وايي چې له افغانستان سره به خپلې پوځي او مالي مرستې په دغه هیواد کې د فساد له مخنیوي سره وتړي .

د افغانستان په ټولنه کې نن سبا له امنیت وروسته د خلکو ترټولو لویه ستونزه او لوی شکایت د اداري فساد له درکه دی او ډېرباور لري ترڅو چې فساد نه وي ختم شوی د امنیت ښه کېدو ته هم هیله نه شي کېدای .

له اداري فساد سره د مبارزې د ادارې ريیس ښاغلی عثماني، د ولسي جرګې غړی او حقوقپوه ښاغلی رنجبر او د سترې محکې یو چارواکی ښاغلی حلیمي زموږ د دې دوه ساعته مستقیمې او ژوندۍ خپرونې مېلمانه دي .
که تاسي د موضوع په اړه هرراز پوښتنه لرئ یا یې موږ ته د لاندې لینک له لارې ولیکئ او یا هم د خپرونې په وخت ټېلفون وکړئ .

دا خپرونه د افغانستان د ماسپښین له درو ترپنځو بجو (د منځنۍ اروپا له یوولس نیمو تر یوې نیمې) دوام کوي .
د ټېلفون شمېرې دا دي :
۰۰۴۲۰۲۲۱۱۲۴۱۰۱
۰۰۴۲۰۲۲۱۱۲۴۱۰۲
۰۰۴۲۰۲۲۱۱۲۴۱۰۳
۰۰۴۲۰۲۲۱۱۲۴۱۴
XS
SM
MD
LG