د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۴۸

سپینه ماڼۍ: که افغان حکومت د اداري فساد پر ضد مبارزه جدي نه کړي همکاري ورسره نه کوو


د سپینې ماڼۍ ویاند رابرټ ګیبس وايي اوباما به افغانستان ته د نورو سرتیرو د استولو په اړه هم زر پریکړه وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند وايي متحد ایالات د افغانستان په حکومت کې د اداري فساد د له منځه وړلو د موجودو تدابیرو له مخې له دې هیواد سره همکارۍ ته دوام نه شي ورکولې .

سپينې ماڼۍ ویلي چې د وسله والو طالبانو د ماتولو لپاره جمهور ریس کرزي ته له اداري فساد سره مبارزه په کار ده .

د سپینې ماڼۍ ویاند رابرت ګیبس د سې شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان د حکومت له هڅو او همکاریو پرته به په دې هیواد کې د امریکا هلې ځلې هیڅ نتیجه ورنه کړي .

د سپینې ماڼۍ ویاند وویل متحد ایالات د افغانستان په حکومت کې د اداري فساد د له منځه وړلو له موجوده تدابیرو سره دې هیواد سره همکارۍ ته دوام نه شي ورکولی.

د سپینې ماڼۍ ویاند پرون خبری کنفرانس ته وویل چې متحد ایالات به د یوې ښې ادارې د رامنځ ته کولو لپاره له جمهور ریس کرزي سره همکارۍ ته ادامه ورکړي خو جمهور ریس اوباما له دې حکومته د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره د تازه تدابیرو په تمه دی.

ګیبس همدا راز څرګنده کړه چې جمهور ریس اوباما به په راتلونکو دوو اونیو کې په افغانستان کې د خپلو قواوو د لا زیات ملاتړ مهمه پریکړه اعلان کړي .

جمهور ریس اوباما په افغانستان کې د ناټو او امریکايي قواوو د ګډ قوماندان جنرال سټینلي مک کریستال په غوښتنه دې هیواد ته د نورو عسکرو د استولود پریکړې په حال کي دی .

فرانس پرس اژانس په حواله ، جمهور ریس بارک اوباما روانه اونۍ یو شمیر اسیايي هیوادونو ته خپل سفر پيلوي او ښايي دا پریکړه ترتګ وروسته اعلان کړي .

خو د سپیني ماڼۍ ویاند دا جوته کړه چې جمهور ریس اوباما د دې پریکړې تر اعلان دمخه افغانستان ته د تګ نیت نه لري او فکر نه کوي چې دا به ضروري هم وي .

جمهور ریس بارک اوباما ښاغلي کرزی ته د انتخاباتو د دوهم دور د ګټلو مبارکي ویلې او په ټینګه یې له اداري فساد سره د مبارزې غوښتنه ځیني کړې ده .
XS
SM
MD
LG