د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۵

شنبې، د لړم ۹ مه نېټه


د كابل چاپ ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو كې په افغانستان كې د جمهوري رياست د دویم دور د انتخاباتو په اړه بېلابېل مطالب خپاره كړي.

ارادې:

د ارادې ورځپاڼې د انتخاباتو دوهم دور ته پام اړولې او په لومړي مخ كې يې په روښانه سرليك ليكلي، چې په انتخاباتو كې د بيا درغلې په اړه اندېښنې زياتې شوي دي.

ورځپاڼي په بلې برخې كې د انتخاباتو د خپلواك كميسيون هغه اعلان خپور كړی، چې ويلي، انتخابات په خپل وخت جوړيږي او هيڅ كانديد د انصراف حق نه لري.

ورځپاڼې خپله سرمقاله طالبانو ته د امريكي له خوا د تنخوا وركول مسلې ته ځانګړې كړې او هغه يې طالبانو ته د باج وركونې په نامه ياده كړې ده.

انیس:

د انيس دولتي ورځپاڼې په خپلې ننۍ سرمقالې كې په انتخاباتو كې د ديني عالمانو پر رول او له مخالفانو سره پر خبرو ټينګار كړې.

د سرمقالې ليكونكي ويلي، چې په ملي بهير كې د ديني عالمانو رول يو سم كار دی.

ورځپاڼې په بل مطلب كې د سيمي د امن په برخه كې د سيمي د هېوادونو رول څيړلې او ليكلي، چې د سيمي هېوادونه كولای شي، چې د افغانستان د ستونزو د اوارولو لپاره ګټور ګامونه پورته كړي.

د ښځو په وړاندې تاوتريخوالې او د هغي د مخنيوي لارې د انيس د ورځپاڼي بل مطلب دی.

ویسا:

د ويسا ورځپاڼې هم په افغانستان كې د انتخاباتود دوهم دور په هكله يو لړ مطالب خپاره كړي او د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د دارالانشا د ريس له نويو څرګندونو څخه په نكل يي ليكلي، چې د كانديدانو د انصراف ټاكلي موده تېره شوی او د دوو كانديدانو تر منځ انتخابات جوړيږي.

ورځپاڼې په خپلې سرمقالې كې د انتخاباتو په اړه د اندېښنو په هكله ليكلي، چې خدای دې وكړي، چې دغه اندېښنې د انتخاباتو د جوړېدو لپاره بله توطه نه وي او انتخابات په خپل ټاكلي وخت جوړ شي.

په جنوبي وزيرستان كې پوځي عمليات او د هغې اغيزې د ويسا ورځپاڼې بل مطلب دی.

۸ صبح:

د ۸ صبح ورځپاڼې په افغانستان كې د نړېوالو ځواكونو د فعاليت د څرنګوالي او د امريكي د ځواك حضور ته په اشاره په خپل لومړي مخ كې په روښانه سر ليك كې ليكلي، چې د امريكا د افغانستان په جګړې كې ناكامه نه دی.

ورځپاڼې په خپلې ننۍ سرمقالي کې ويلي، چې امريكا په افغانستان د قومونو او سيمه ايزو مشرانو د رول پسې دی.
خو د سرمقالي ليكونكي ويلي، چې دغه مسله هيڅ نوې خبره نه ده ترڅو له ستونزو سره مرسته وكړي، خو كولاې شي، چې په دغه هېواد كې د قدرت له كمزورۍ سره هم مرسته وكړي.

هېواد او اصلاح:

د هېواد او اصلاح دولتي ورځپاڼو هم د انتخاباتو په اړه يو لړ مطالب خپاره كړي.

هېواد ليكلي، چې انتخابات دې د قانون له مخې جوړ شي او كانديدان دې په اوسني وضعيت كې خپل مسوليت و پيژني.

خو اصلاح افغانستان كې د مخدره موادو او روږدي كېدو مسلې ته پام اړولې او ليكلي یې دي، چې د دغې ستونزې د اواري لپاره د روږدو كسانو د شمېر د زياتېدو مخه بايد ونيول شي.

ارمان ملي:

د ارمان ملي ورځپاڼې په خپلې ننۍ سر مقالې كې ليكلي له دې امله، چې د يو شمېر وزيرانو د وظيفي د ځنډيدو او د انتخاباتو د كميسيون د مشر د ګوښه كېدو په اړه د ډاكټر عبدالله غوښتنه و نه منل شوه، نو ښايي، چې دغه كانديد به په انتخاباتو كې ګډون ونه كړي.

ورځپاڼي په بل مطلب كې ليكلي، چې په انتخاباتو كې د درغليو رسوايي ګانې زياتې شوي خو بايد، چې دوهم دور يي په شفاف ډول تر سره شي.

د ارمان ملي ورځپاڼې په بلې پرخې كې په هېواد كې د وګړو پر زياتېدو او د خوراكي موادو پر كمښت هم تبصره كړې ده.

داوو په كابل كې د ننيو خپرو شويو ورځپاڼو د مطالبو او سر مقالو غټ ټكي.
XS
SM
MD
LG