د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

چهارشنبه د لړم ۶ مه


راه نجات:

راه نجات ورځپاڼې له افغان دولت او د انتخاباتو د خپلواك كميسيون څخه د ډاكتر عبدالله عبدالله غوښتونو ته په اشارې سره ليكلي، چې ډاكټر عبدالله د څه شي په لټه كې دۍ، د لاس وهنو د مخنيوي لپاره تضمين غواړي او كه غواړي، چې د لړم د مياشتې د شپاړلسمې نېټې انتخابات له ستونزو سره مخ كړي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د انتخاباتو په اړه له تېارېو څخه خبر وركړی او ليكلي د انتخاباتو لپاره لوژستيكي مواد د افغانستان ټولو ولايتونو ته رسيدلي دي.

ورځپاڼې په يو بل مطلب كې د روږدي كېدلو مسالي ته پام اړولى او ليكلي، چې دا موضوع بايد جدي وګڼل شي.

انيس:

انيس دولتي ورځپاڼې بيا د افغانستان د انتخاباتو لوژيستكي تياریو ته پام اړولى او ليكلي يې دي د انتخاباتو د خپلواك كميسيون او ملګرو ملتونو هڅې دا ښيي، چې د انتخاباتو لپاره په جدي توګه كار روان دی.

ورځپاڼې په يو بل مطلب كې په افغانستان كې د كوكنارو د كښت او د مخدرو موادو د توليد موضوع څيړلې او پوښتنه يي كړې، چې ولې په نشه يي توكو د روږدو كسانو شمېر ورځ په ورځ مخ په ډېرېدو دى؟

ورځپاڼې دغه شان له ولسمشر كرزي سره د يو شمېر افغان ميرمنو د كتنې خبر هم خپور كړى دى.

ویسا:

د ويسا ورځپاڼې بيا د ولسمشر كرزي وروستۍ څرګندونې رااخيستي او ليكلي يې دي، چې كرزي ويلي له هيڅ يوې ډلې سره به ایتلاف و نه كړي.

ورځپاڼې د نننۍ ګڼې سرليكنه هم د افغانستان د انتخاباتو موضوع ته ځانكړې كړې او په دغه برخه كې يې د بهرنيانو رول ته هم اشاره كړې ده.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې ليكلي، چې افغانان په خپل هېواد كې د امريكايانو له سياسي نفوس نه راضي نه ښكاري.

افغانستان ټایمز:

په انګليسي ژبه خپرېدونكې افغانستان ټايمز ورځپانې بيا خپله د نن ورځې سرليكنه د ډاكتر عبدالله عبدالله غوښتنو ته ځانګړې كړې او ليكلي يې دي، چې دا غوښتنې قانوني نه دي او د انتخاباتو بهير له ستونزو سره مخ كوي.

په سرمقالې كې راغلي، چې په كار ده ډاكټر عبدالله د افغانستان اوسني حالت ته په پام سره له خپلو دغو غوښتنو تېر شي.

هېواد او اصلاح:

هېواد او اصلاح دولتي ورځپاڼو هم يو شمېر څيړنيز مطالب خپاره كړي دي.

هېواد د نن ورځې په سرمقاله كې ليكلي، چې د دوهم پړاو انتخاباتو له جوړېدلو څخه پرته بله هيڅ لاره نه ده پاتې، نو ځكه بايد د انتخاباتو برخې ته ډير پام واړول شي.

او اصلاح ورځپاڼې ليكلي، چې د افغانستان د انتخاباتو پر وړاندې ستونزې جوړول دا به له افغانانو سره يوه لويه جفا وي.
XS
SM
MD
LG