د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

ایشیا فونډیشن: ۴۲ په سلو کې افغانان باوري دي چې هېواد ښه پرمختګ کوي


په افغانستان كې د ايشيا فونډېشن ادارې د پنځمي نظر پوښتنې له مخې په عمومي ډول د دې هېواد عام خلك د نا امنۍ، بېكارۍ، ضعیف اقتصاد، اداري فساد او ځينو نورو ستونزو سره مخامخ دي.

د ايشيا فونډېشن تازه نظر پوښتنه ښيي، چې اوس هم افغانان تر يوه ځايه راتلوونكي او دولتي چارو ته په ښه نظر ګوري.

دوى وايي، چې دغه نظر پوښتنه د افغان څېړنيز او ټولنيز مركز په همكارۍ او د امريكا د نړيوالې پرمختيايي ادارې په مالي مرسته د روان كال د غبرګولي له ورستيو د چنګاښ تر نيمايي پورې كړې ده.

په افغانستان كې د ايشيا فونډېشن ادارې د پنځمي نظر پوښتنې له مخې په عمومي ډول د دې هېواد عام خلك د نا امنۍ، بېكارۍ، ضعیف اقتصاد، اداري فساد او ځينو نورو ستونزو سره مخامخ دي.

د نظر پوښتني دغه پايلي د سه شنبې په ورځ په كابل كې د دې ادارې د چارواكو له خوا اعلان شوه.

د اېشيا فونډېشن ادارې يو مسوول فضل ربي حقبين وايي، دغه نظر پوښتنې په مخامخ توګه د افغانستان په ۳۴ ولاياتو كې د هغو۶۴۰۰ ښځو او نارينو څخه شوې، چې عمرونه يې تر ۱۸ كالو ډېر وو.

ښاغلى حقبين وايي، دغه نظر پوښتنه ښيي، چې ځني خلك د دولت كارونو څخه خوښ دي، همدارنګه ۴۰ په سلو کې افغانان په دې باور دي، چې دا هېواد په سمه توګه پر مخ روان دى خو په سلو كې ۱۹ د دوى برعكس فكر كوي:

”۴۲ فيصده خلك په دې باور دي، چې دا هېواد په بشپړه توګه پرمختګ كوي، دولتي چاري په ځانګړې توګه د معارف او امنيت برخه بيا هم ياد شوې او دواړه ډېر ښه ګڼل شوي.“

د دې نظر پوښتنې له مخې، چې د افغانستان په نږدې ۹۰۰ كليو كې شوې، د خلكو مهمي غوښتني سړك، برېښنا، پاكې اوبه، روغتيايي اسانتياوي او ښوونه او روزنه بلل شوي.

ښاغلى حقبين وايي، په دې نظر پوښتنه كې د نارينوو تر څنګ د ښځو ژوند ته هم كتنه شوې، دى وايي، چې ښځې هم د نارينو په څېر له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

”د ښځو ډېره لویه ستونزه (بې سوادي) نسبت تېر كال او ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ كلونو ته لويه شمېره ۴۹ فيصده ګڼل شوې، همدارنګه بې كاري هم د نورو كلونو په پرتله ۲۸ فيصده ډېره شوې.“

ايشيا فونډېشن يوه نادولتي اداره ده، چې د ۲۰۰۲ كال را وروسته په افغانستان كې د پرمختيايي، سياسي، ټولنيزو او اقتصادي چارو په برخو كې كار كوي.

دې ادارې د ۲۰۰۴ كال را وروسته په افغانستان كې ۵ نظر پوښتني كړي.

ويل كېږي، چې دا ډول نظر پوښتنې مخكې هم د نورو موسسو له خوا په افغانستان كې شوي.

خو ډېر خلك په دې بارو دي، چې دغه ډول نظر پوښتنې په ځينو ځانګړو سيمو كې كېږي دوى وايي دا ځكه، چې په لرو، غرنيو او نا امنو سيمو كې داسې نظر پوښتنې نه شي تر سره كېدى.

معصوم ميوند
XS
SM
MD
LG