د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۲۷

اروپايي ټولنه پر ازبکستان لګېدلي بندیزونه لرې کوي


رپوټونه وايي چې د اروپايي اتحاديه پر ازبکستان د وسلو د څلور کلن بندیزد لرې کولو پلان لری . اروپایي اتحادیې په ۲۰۰۵ کال کې په اندیجان کې ترقتل عام وروسته د ازبکستان پردولت یوشمیربندیزونه وضع کړل .

په دې کې یو هم د وسلو بندیز وو چې تر اوسه پر ځاې دې .
په هغه رپوټ کې چې د اکټوبر په ۲۲ د اروپا (ابزرور) خپرونې خپورکړی راغلي چې پرازبکستان د وسلو د دې بندیز د لرې کولود پلان طرحه برابره شوې ده .

د اروپايي اتحادیې چارواکې وايي یو شمیر ستراتیژیکو مسلو پر ناټو دا فشار راوستی دې چې ازبکستان په مسایلو کې په بشپړ ډول دخیل کړی .

خو یو شمیر منتقدان پدې نظر دي چې پر یوشمیر اساسي مسایلو له ازبکستان سره جوړ جاړې د اروپايي اتحاديې اوږد مهالې ګټې د لنډ مهالو ګټو قرباني کوي .

پر ازبکستان دوسلې د بندیز د لري کولو طرحه به د دوشنبې په ورځ د اروپایې اتحادیې د عمومي مسایلو اوبهرنیو روابطود شورا غونډې ته د کتنې لپاره وړاندې شي .

البته له دې سره به د ازبکستان چارواکي پدې هیواد کې د قانون د حاکمیت او د بشري حقونو د وضعیت بهتره کولو لپاره د واقعي ګامونو پورته کولو ته وهڅول شي .

د بشري حقونو یو شمیرمدافعین د ترتیب شوې لایحې د موثریت په اړه شک څرګندوي او وايي چې اروپايي اتحادیه په ازبکستان کې د ډیموکراسۍ له ودې سره هغومره دلچسپي نه لري لکه څومره چې یې له دې هیواد سره د خپلو اقتصادي ګټو او امنیتي همکاريو د پراختیا په برخه کې لري .

په ازبکستان کې د بشري حقونو یو شمیر مدافعین په دې نظر دي چې پردې هیواد د وسلو دبندیز لرې کولو سره د خلکو د مدني حقونو په څرنګوالي کې پرمختګ خیالي خبره ده .

دبشري حقونودڅارنې دنړیوال ادارې داروپااو مرکزي اسیا د څانګې مشره ( ویرونیکا سزنت ) د ( ایروایژیا فیو ) خپرونې ته ویلی چې د ازبکستان حکومت هیڅ داسې اقدام نه دې کړې چې دوسلودبندیزد لري کیدو لیاقت ولري .

یو شمیر څارونکي پدې نظر دي چې اروپايي اتحادیه پر ازبکستان د وسلود بندیز له لري کولو سره نه یوازې ازبکستان ته بلکې په سیمه کې نوروهغو هیوادونو ته چې د بشري حقونو په برخه کې ضعیفه سابقه لری غلط پیغام استوي .

اروپایي اتحادیې په ۲۰۰۵ کال کې د وسلو د بندیز د لري کولو لپاره ځینی شرطونه ایښي وو .

تاشکند د دې شرایطو په پوره کولو کې پاتې راغلې او دبشری حقونو دڅارنې دنړیوالې ادارې دا مسوله وايي پداسې حال کې پر ازبکستان د وسلو د بندیز لري کول به په منځنې آسیا کې د اروپايي اتحاديې اعتبار سخت متضرر کړي .

د بشري حقونویوشمیر مدافعین وايي پر ازبکستان د وسلو د دې بندیز له قیداوشرط پرته لری کیدل به د جمهورریس کریموف په شمول د سیمي نورو مستبدو رهبرانو ته دا احساس ورکړي چې پر بشري حقونو د تیریو پوښتنه نه ځينی کیږی .
XS
SM
MD
LG