د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۸

اسلام اباد افغان کډوالو ته ضرب الاجل ټاکلی


په پاکستان کې پولیسو هغو افغانانو ته چې په اسلام اباد کې اوسي او قانوني اسناد نه لري دوه اویا ساعته ضرب الاجل ټاکلی دی څو دا هیواد پریږدي.

د پاکستان د سرحد ایالات پولیسو بیا په تیرې یوې اونۍ کې شاوخوا زر تنه افغان مهاجر نیولي دي. دا کسان په دې تور نیول شوي دي چې قانوني اسناد نه لري.

په اسلام اباد کې د افغانستان سرپرست سفیر مجنون ګلاب ځاځي د پاکستان د حکومت دوه اویا ساعته ضرب الاجل غندلی دی او ویلي یې دي چې د کابل، اسلام اباد او د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو ادارې مخکې موافقه کړې وه چې افغانان تر یوه وخته په پاکستان کې اوسیدلی شي.

د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو ادارې له افغانانو سره په دې برخه کې خواخوږي څرګنده کړې ده. یو این ایچ سي ار ویلي دي که کوم افغان د مهاجرت کارت درلود او پولیسو ورسره زیاتی کاوه کولای شي چې د دوی دفترونو ته شکایت وکړي.

افغانانو ته ټاکل شوی ضرب الاجل د یکشنبې په ماښام پای ته رسیږي.

په پاکستان کې نژدې دوه ملیونه کډوال اوسي چې دوی د یوې موافقې له مخې د مهاجرت کاروتونه اخیستې دي. خو پاکستاني چارواکي شکایت کوي چې یو شمیر افغانان له رسمي سنده پرته په پاکستان کې ژوند کوي.
XS
SM
MD
LG