د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

ریچارد هولبروک چېرې دی ؟


د امریکا رسنۍ وايي په داسې حال کې چې په افغانستان او پاکستان کې وضیعت بحراني دی ، دې سېمې لپاره د امریکا خاص استازي ریچارډ هولبروک ځان له سترګو پنا کړی دی.
د امریکا رسنۍ وايي په داسې حال کې چې په افغانستان او پاکستان کې وضیعت بحراني دی ، دې سېمې لپاره د امریکا خاص استازي ریچارډ هولبروک ځان له سترګو پنا کړی دی.

دامریکا د متحده ایالاتوولسمشربارک اوباما قدرت له رسیدو سره سم دافغانستان او پاکستان په اړه دامریکا پرستراتیژی د بیاکتنې لپاره خاص استازی ریچارد هولبروک ټا کلی خو په وروستیو ورځو کې چی حالات په دواړو هیوادونو کې حساسې مرحلې ته رسیدلي په عام محضر کی د هغه غیابت ډیرې پوښتنې راپورته کړي.

دافغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچارد هولبروک پرده لګول شوي هغه انتقادونه رد کړل چی وایي، دی په اوس وخت کې چی وضعیت په افغانستان اوپاکستان کې ډیر حساس دی، په عام محضر کی له سترګو پناه شوی.

هولبروک د د کیبل په نامه له یوې سیاسي خپرونې سره په مرکه کې وویل زه نه پوهیدم چی زما کمبود دومره احساسیږي، زه یوڅه مصروف ووم.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د انتخاباتو لانجه اوج ته رسیدلې وه او پاکستان هم د سختدریځووسلوالو د زیاتو حملوسره مخامخ او هم د سخت دریځو وسلوالو پرضد د پراخوپوځی عملیاتو شاهد دی، هولبروک له سترګو ځان پناه کړی دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې دوه ورځې وړاندې لیکلي وو چې موږهم لکه د هر یوه په شان حیران یو چی دافغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی چیرې دی؟

هغه کس چی دامریکا په بهرنیو چارووزارت کې د یوه معتبره شخص لقب ګټلی دی خو په دغه بحراني حالت کې یې څرک نه لګیږي.

دغه لوړرتبه ډیپلومات ته په دغسې حساسو شرایطو کې د خبري رسنیو نه لاس رسي، په واشنګټن کی اندیښنې زیاتې کړي دي.
له افغان ولسمشر حامد کرزی سره د انتخاباتو د جنجال اودویم دور ته یې د غزیدو په اړه خبرې اترې، د سناتور جان کیری له خوا ترسره شوي.

د والسټریت ژورنال ورځپاڼی په حواله کیري له کرزي سره ځکه خبری پرمخ یوړې چې د هولبروک او کرزی ترمینځ اړیکې خرابې شوې دي.

خوهولبروک پرون دا مسله رد کړه چی ګواکی جان کری ته د ده پرځای دافغانستان په وړاندې د امریکا د پالیسیو د پرمخ بیولوچارې سپارل شوي دي.
هولبروک وویل یوازې دهغه خبریال په ذهن کی دا شی ګرځیدای شي چې شر غوښتونکی وي.
XS
SM
MD
LG