په افغانستان کی د ناتو او امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال سټینلي مککریستال پدی باور دی چي د افغانستان د عامو خلکو ساتنه یي د کارونو په سر کي ده ، خو دا کوم آسانه کار هم ندی. په افغانستان کي دېره ځواکونه باید د خلکو د ساتني په مقصد په جنوبي او ختیځو سیمو کي چي د بنسټ پالو مرکزونه پکی دي، د وسله والو د ټکولو لپاره هلي ځلی زیاتي کړي.
ورځپاڼه لیکي: که څه هم چي د بهرنیانو اراده د افغانستان لپاره نیکه ده خو ددی هیواد د فرهنګ او عنعناتو څخه نه خبرتیا او حتی ځینو کوچنیو فرهنګي نزاکتونو ته پام نکول چي شاید د غربیانو لپاره مسخرې وي، ممکن د افغانستان په عنعنوي او محافظه کارې ټولني کي د خلکو کرکه او غوسه راوپاروي او د افغانستان ستراتیژۍ ته د ګټي په ځاي تاوان ورسوي.
لاس انجلس ټایمز لیکي: په افغانستان کي د بری لپاره به غوره دا وي چي بهرنی ځواکونه د ښآرونو امنیت ته زیات پآم وکړي او لیری پرتو خطرناکو سیمو ته له تلو څخه ډډه وکړي. د ورځپاڼې په باور، که چیري په ښارونو کي امنیټ ټینګ شي نو له یوې خوا به د بهرنیو ځواکونو مرګ ژوبله کمه شي او له بلي خوا به د افغانستان د ملي پوځ او ملي پولیسو د روزني لپاره فرصت برابر شي تر څو دا ځواکونه پخپله د امنیت ټینګولو جوګه شی.
ورځپاڼه وړاندي لیکي: په افغانستان کي د بهرنیو ځواکونو د مرګ ژوبلې په کمیدو سره به په لویدیځو هیوادو کي د افغانستان د ماموریت په اړه د خلکو مخالفتونه کم شي . په دي برسېره به حکومتونه د افغانستان په ښارونو کي د بیا رغوونې کارونه سرته ورسوي، او د وخت په تېریدو سره به جنرال مککریستال چی غواړی د افغانانو زړونه او فکرونه خپل کړي، هم خپل مقصد ته ورسیږي.
په انګلستان کي خپریدونکی ورځپاڼې ګاردین په وروستۍ ګڼې کي د افغانستان د بری لپاره ددی هیواد د فرهنګی ارزښتونو اهمیت ته اشاره کړي او د مقالي په یوې برخي کی یی لیکلي:
په افغانستان کی د بری راز ددی هیواد د خلکو د عنعناتو او فرهنګي ارزښتونو په درک کي نغښتی دی. دا رواجونه او ارزښتونه په هری سېمی کی توپېر لري.
د ورځپاڼې په باور، یوازي آیساف ندی چی د افغانانو د فرهنګي ارزښتونوپه اړه یي معلومات کم دي بلکه په افغانستان کی مرستندویه دولتی او غیر دولتی سازمانونه هم له دغی ستونزی سره مخامخ دي.
ګاردین لیکي: غربیان هرڅه د خپلو ټاکلو معیارونو په اساس ویني خود افغانستان په څېر یوه حساس هیواد کي باید هرڅه د خلکو د کړنو او فرهنګی معیارونو په اساس وسنجول شي او د ستونزو لپاره یی د حل سېمه ایزي لاري وسنجولې شي.
ګاردین وړاندي لیکي: دافغانستان د حکومت او نړیوالي ټولنې د بری لپاره باید تر هرڅه لومړی د یوې پروژي په اړه داسي څیړنه وشي چی ترکومه حده د خلکو له معیارونو سره ارتباط لري او وروسته باید داسي لاري چاری ولټولي شي چي د افغانانو له فکرونو او غوښتنو سره برابرې وي.