د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۸

ایا د القاعده شبکې مالي امکانات کم شوې دي ؟


په دې ورستیو کې د امریکا د خزانو یو لوړپوړي چارواکي ویلي که څه هم طالبان د تریاکو د سوداګرۍ له کبله ډېرې پېسې تر لاسه کوي خو د القاعده مشران په دې وروستیو کې د پیسو له کمي سره مخ دي .

په نیویارک کې میشتې لېکوالې راچیل ایرينفیلډ چې د تروریزم او مالي درغلیو په اړه څېړنې کو ي د ازادۍ راډیو خبریال اندریو ټولي ته په دې اړه ویلي :

((د القاعده او طالبانو په څېر ډلې د خپلو فعالیتونو لپاره یوه اندازه پیسې له سعودي عربستان او د خلیج له نورو هېوادونو څخه تر لاسه کوي ، او دا تمویل له هغو کلونو څخه پیل شوی کله چې دا ډلې نوې جوړیدلې .
له بل پلوه افغانستان د نشه يي موادو د تولید او کاروبار لپاره مناسب ځای دی او طالبان له دې درکه هم ډېرې پیسې تر لاسه کوي. ))

د نوموړې په وینا په ایران او نړۍ کې ځینې نور جهادي ډلې هم له دوی سره مرسته کوي او په پاکستان کې هم مالي ملاتړي لري.

راچیل ایرینفیلډ زیاتوي د تروریستي فعالیتونو لپاره ، د یو بم د جوړونې او یا د ځان وژنې د یو واسکټ د رانېونې لپاره په اصل کې ډېرو پیسو ته هم اړتیا نه شته په کمو پیسو هم دا کار کیدای شي .

دې نیویارک میشتې لېکوالې زیاته کړه ، د امریکا د خزانو په وزارت کې یو ځانګړې اداره پر دې کار کوي چې تروریستانو ته تلونکې پیسې د نړۍ په هر ګوټ کې کنګل کړي او دوی تر اوسه په دې برخه کې ډېر فعالیت هم کړی دی .

خو د دې ادارې فعالیتونه د القاعده شبکې څخه ډېر په ځینو نورو برخو کې دي لکه د مکسیکو د نشه يي موادو د کاروباریانو ، شمالي کوریا او ایران په برخو کې :

(( ما خپله د القاعده شبکې په فعالیتونو کې کوم کمی نه دی لیدلې ، خو دا چې حکومت وايي مالي امکاناتو ته یې د القاعده شبکې لاس رسۍ محدود کړی ، زه هېلمن یم چې دا خبره به رېښتیا وي . ))

کله چې راچیل ایرینفیلډ څخه وپوښتل شول چې اوس خو د نړۍ په بېلابېلو برخو کې تروتریستي بریدونه په مستقیمه توګه د القاعده له خوا نه کېږي ، بلکې د وړو خپلواکو تروریستي ډلو له خوا کېږي چې ځان په القاعده شبکې پورې تړي . او تاسو مخکې دا هم وویل چې د تروریستي بریدونو لپاره ډېرې پیسې هم په کار نه دي ، نو ایا اوس هم القاعده شبکه نورو پیسو ته اړتیا لری؟

راچیل ایرین فیلډ وايي :

((دوی الهامي عمل کوي ، خو پیسوته هم اړتیا لري ، څو نوی کسان وګماري ، دوی پیسو ته د روزنې لپاره اړتیا لري ، دوی پیسو ته د وسلو اخیستې لپاره اړتیا لري ، دوی پیسو ته د سفرونو لپاره او همدارنګه د هغو کورنیو د پالنې لپاره چې کسان یې وژل شوې اړتیالري . څه فکر کوﺉ، د القاعدې د قرباني شویو غړیو کورنۍ څنګه ژوند کوي هغو خو بله کومه منبع نه لري .))

د راچیل ایرینفیلیډ په وینا د القاعده شبکې ټول غړي په دې پوهېږي چې که ووژل شي د کورنیو پالنه او تمویل یې د همدې شبکې له خوا په ښه ډول کېږي . او دا ددې شبکې د غړیتوب له ګټو څخه ده چې خپلو غړیو ته یې ورکوي.
XS
SM
MD
LG