د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

خليلي : د چین د ګټو د ساتنې لپاره به ګامونه واخلو


کریم خلیلي چین ته تللی وو او هلته یې د شانګهای د مشرانو په غونډه کې برخه واخیسته.
کریم خلیلي چین ته تللی وو او هلته یې د شانګهای د مشرانو په غونډه کې برخه واخیسته.

د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال ژمنه کړې چې افغان دولت به په دغه هیواد کې د چین د ګټو د خوندي ساتلو او د چینايي دیپلوماټانو او اتباعو د امنیت ساتنې لپاره جدي ګامونه واخلي.

محمد کریم خلیلي چې په په چین کې يې ددغه هیواد له صدراعظم او نورو مقاماتو سره کتنه درلوده وویل افغانان په خپل هیواد کې د زیربناو په جوړولو او د بیارغونې په پراخو پروژو کې د چین له پانګونې هرکلی کوي.

دا به داسې حال کې ده چې د القاعده شبکې د نړی پر مسلمانانو غږ کړی چې په شین جین کې د اویغور مسلمانانو سره د چین د حکومت د چلند په عکس العمل کې دې پر چینايي اهدافو د حملو لپاره راپاڅیږي.

د جرمني خبري اژانس د چین د صدراعظم څخه په نقل وايي دغه هیواد له افغانستان سره د خپلو اړیکو د پراخولو او همکاریو د زیاتولو لپاره ګامونه اخلي.

وین جای باو ویلي چین په افغانستان کې د سولې او پرمختګ غوښتونکی دی.

نوموړي پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغانستان د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره دې دې هیواد ته زیاته پاملرنه وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په خپله ویب پاڼه کې ویلي دغه هیواد د افغانستان له خپلواکۍ او ملي حاکمیت کلک ملاتړ کوي.

چین په افغانستان د بنسټیزي بیارغونې په شمول په پراخو پروژو کې همکاري او سرمایه ګزاري کوي.

چین د لوګر عینک د مسو د کان لویه پروژه د څه د پاسه ۴میلیارده ډالرو په پانګې سره پیل کړې او تمه ده چې په دې لړ کې سرمایه ګزاري به ۱۰ میلیارده ډالرو ته ورسیږي.
XS
SM
MD
LG