د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۰۶

په كابل كې د اريانا افغان ترك ښوونځي د كانكور ازموينه واخيستله


یو زده کونکی په دې کانکور کې ورکړل شوي سوالونه ځوابوي

په كابل كې د اريانا افغان ترك ليسې مسوولين وايي، چې د راتلونكي تعليمي كال لپاره به يوازې څلور ټولګي زده كوونكي ومني، چې د معلوماتو له مخې تر سلو نه اوړي.

د دغه ښوونځي يو سر ښوونكي شير احمد په دې اړه ازادۍ راډيو ته وويل:

"پردې کانکور کې تقریبا د ۵۰۰۰ زده کوونکو په شمول، هغه زده کوونکي دي، چې په نورو ښونځیو کې یې په ۱۳۸۸ کال کې په اووم ټولګي کې زده کړه کړي وي او په ۱۳۸۹ کال کې اتم ټولګي ته ځي موږ په افغان ترک ښونځي کې د سلو زده کونکو په شاوخوا کې جذبوو."


د دغه ښوونځي د مسوولينو په وينا په دغه ازموينه كې له كابل سربيره د ولايتونو او په ګاونډيو هېوادونو كې افغان كډوالو زده كوونكو هم برخه اخيستې ده.

د كابل په غازي ورزشي لوبغالي كې ازموينې ته ناستو زده كوونكو ازادۍ راډيو ته وويل چې په دغه ښوونځي كې د زده كړې د ښه بهير له امله يې، درسونه ويلي او په ازموينه كې يې برخه اخيستې ده.


په كابل كې د اريانا افغان ترك ښوونځي په ۱۳۷۸ هجري لمريز كال كې زده كوونكي ومنل او په تېرو څو كلونو كې د دغه ليسې زده كوونكو د سيمې او نړۍ په كچه په ګڼو سياليو كې ګډون وكړ، چې د دغه ښوونځي د مسولينو په وينا تر سلو زيات د سرو زرو، سپينو زرو او برونزو مډالونه يې خپل كړي دي.

د افغان ترك تر څنګ په كابل او ولايتونو كې يو شمېر نور خصوصي ښوونځي هم شته، چې د زده كړې بهير په كې ښه روان دى او د دولتي ښوونځيو زده كوونكي يې پر ځان رامات كړي دي.

خو له يو شمېر دغه ښوونځيو بيا سر ټكول كيږي او وايي، چې په دغو ښوونځيو كې هم د مسلكي ښوونكو د نه موجوديت له امله د زده كړې بهير بې خونده دى او كه دا شان روان وي نو د خصوصي ښوونځي سره به هم د زده كوونكو او د دوى د كورنيو ليوالتيا كمه شي.
XS
SM
MD
LG